د خپلواکۍ ورځ؛ د یوه پاچا ژمنه
په عیدګاه جومات کې یې د خپل پلار د مړینې اعلان وکړ، خپل تره سردار نصرالله خان یې تورن کړ او وروسته یې خپله پاچاهي اعلان کړه. هغه د افغانستان د خپلواکۍ اخیستلو کلکه ژمنه وکړه او ویې ویل:
«وطندارانو! زه به دا پوځي جامې تر هغه ونه باسم، ترڅو مې چې مور وطن د استقلال په جامو نه وي پوښلی. دا توره به تر هغه په تېکي کې نه ږدم ترڅو مې چې د خپل ملت د حقونو له غاصبانو څخه حق نه وي اخیستی. اې ګرانه وطنداره او اې سربازه! راځئ هر څه چې لرو د وطن د ساتنې لپاره یې قرباني کړو او خپل سرونه د هېواد د استقلال لپاره فدا کړو.»
انګرېزانو دغه خبره ونه منله او په ختیځو، سویل او سویل‌لویدیځو سرحدونو کې غزا پیل شوه. جګړې تلفات لرل او انګرېزانو جلال‌اباد بمبار کړ. ځینو پیرانو او ملایانو چې په لومړي ځل د الوتکو بمبار لیدلی و، پر امان‌الله خان نیوکې او ښېراوې پیل کړې چې ګواکې دوی یې په اسماني جنګ کې ښکېل کړي دي. خو له دې ټولو ستونزو سره سره، انګرېزانو بالاخره اوربند ومانه او د افغانستان استقلال یې په رسمیت وپېژانده. په همغو ورځو کې ترکیې، بریتانیا، اتریش، روسیې، جرمني او د بخارا حکومتونو هم د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله.
د بریا په جشن کې غازي امان‌الله خان وویل: «اې ملته! د خدای (ج) او وطن لپاره د علم ترلاسه کولو ته ملا وتړئ؛ ځکه بې له علمه نه خدای پېژندلای شئ، نه استقلال ساتلای شئ او نه هم دیني او دنیوي بریا ترلاسه کولای شئ.»
له دې وروسته نوی افغانستان پیل شو. غلامي په بشپړه توګه لغوه شوه، د رسنیو ازادي تضمین شوه او لسګونو مطبوعاتو په کار پیل وکړ. لومړنی اساسي قانون او شاوخوا اویا فرعي قوانین تصویب شول او لویې جرګې راوبلل شوې. د قوانینو او نظامنامو د خپرولو لپاره «جریده ابلاغ» چاپېده. د دغو قوانینو نسخې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې پر دېوالونو لګول کېدې، ترڅو عام خلک یې ولولي. د دې لپاره چې ټول ترې خبر شي، د هغو کسانو لپاره چې د لوستلو توان یې نه درلود، کسان وګومارل شول چې په ټاکلو ورځو کې خلکو ته قوانین ولولي، تشریح یې کړي او هغوی له خپلو حقوقو خبر کړي.
په اماني نظامنامه کې د رسنیو خپلواکي، د کار او مسلک ازادي، د شخصي حریم او ملکیت خوندیتوب او د غیرقانوني شکنجو مخنیوی تضمین شوی و. نظامنامې هر وګړی د شریعت او قانون په چوکاټ کې مساوي باله. د غلامۍ د منع حکم سره سم، یوازې په کابل ښار کې سلګونه هزاره غلامان او وینځې له اربابانو ازادې شوې؛ له همدې کبله غازي امان‌الله خان د هزاره وو غوڅ ملاتړ له ځان سره درلود. د اهل تشیع تکیه‌خانې او مذهبي مراسم عملاً ازاد شول او اهل هنود ته په شوراګانو کې غړیتوب او دولتي دندې ورکړل شوې، او ماشومان یې په ملکي او پوځي ښوونځیو کې جذب شول.
د محمدزیو قبیلې، شاهي اقاربو او روحاني اشرافو امتیازات او تنخواګانې لغوه شوې، بېګار (مفت کار) منع شو خو اشر ته اجازه ورکړل شوه. د لومړي ځل لپاره مالیات د جنس پر ځای په نغدو پیسو ټول شول، کلنۍ بودیجه تصویب شوه او اضافي ظالمانه مالیات (لکه د ملکې د سرغوړي) لغوه او غیرقانوني اعلان شول.
د مخابراتو او ترانسپورټ په برخه کې پراخ کار پیل شو: د ټلیفون او ټلګراف خدمات وغځېدل، د پوستې نظام معیاري شو او افغانستان د نړیوالې پوستې ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ. نوي پلونه جوړ شول او د ملکي هوانوردۍ اداره رامنځته شوه. امان‌الله خان به پخپله ولایتونو ته د تفتیش لپاره تله او د قضا، معارف او مستوفیت ادارو روڼتیا به یې کتل، چې کندهار ته یې ۳۵ ورځنی سفر د دې ښه بېلګه ده.
دا ټول اصلاحات او پرمختګونه انګرېزانو څارل او ترې وېرېدل؛ نو ځکه یې په خوست کې د یعقوب خان زوی، عبدالکریم خان له ګوډ ملا او رشید ملا سره بغاوت ته راوپاراوه، خو دا بغاوت وځپل شو. په کابل کې د ډیویډ جونز په نوم یوه انګرېز استخباراتي مامور د «بغدادي پیر» په نوم ځینې ملایان او پیران ولمسول او بلخوا په پاړاچنار کې انګرېزانو حبیب‌الله (بچه سقاو) بغاوت ته وهڅاوه. د پیر، ملا او داړه مارانو ایتلاف وضعیت خراب کړ او بغاوتونه د کابل تر دروازو راورسېدل.
غازي امان‌الله خان چې کله د وینې بهېدنې خطر ولید، د جګړې پر ځای یې استعفا ورکړه او له کورنۍ سره کندهار ته ولاړ. هغه واک د یوه لیک له لارې سردار عنایت‌الله خان ته وسپاره او پکې یې ولیکل:
«خیرِ مملکت مقتضی است، به این سبب باید دست از کار بکشیم؛ زیرا تمام خونریزی و انقلاباتیکه در مملکت است، بر سبب مخالفت با من می‌باشد.»
اروا یې ښاده او یاد یې تلپاتې!

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000