شین اسمان و، په یوه میر پسې ګڼو زاڼو قطار جوړ کړی و، یوه هلک خولۍ ورته پورته که، زاڼو کاروان راوګرځاوه، په بله خوا یې مخه که. ما او خوریی په طاقبیري او جېوه کار اخته و، مور مې چای پسې راوړ، زموږ باغ کور ته نږدې و. په پیالو کې مې بوره واچوله، وچه ډودۍ مې په زنګانه راته کېښوه.
وروسته د چرهیي ټوپک څو پرله پسې ټکان وسو، سر مې نه پسې وګرځاوه. دې ورځو کې کلیوال په ښکار پسې ډېر وتل، ماول چېرته به یې په کوترو یا ګاوچرو ټکان کړي وي.
ساعت وروسته محمد ګل راغی، ساه یې نیولې وه، وام څه ټکه رالوېدلې ده؟ خیر خو به وي.
ـ خیر له کومه سو، ټکه د ګلاب خان له لاسه ولیده، سیدګل او مامدګل یې دواړه ویشتلي.
ـ دا اوس څه وایي! ولې څه زوی یې مړ و؟
ـ بیا ګلاب خان پټ سو، دې مامد ګل وروڼه راغلو د ګلاب خان ورور شیرخان یې په چاقوګانو وواهه.
ـ خدایه خپل رحم وکړې، ولې په څه شي سره اخته سو؟
ـ سهار ګلاب خان د کور تر څنګ د ویالې په غاړه د سنځلو لښتې ایښودلې، هغه نور ورته راغلو چې ګلابه دا زموږ خوا ته مه ږده، هغه ورته ویلي چې لښتی خو ستا د پلار نه دی. خبره جنجال ته تللې، ګلاب خان کور ته منډه اخیستې، دروازه یې بنده کړې، خو هغوی په کور ورغلي، ګلاب خان بام ته له ټوپک سره ختلی څو ټکان یې ورباندې کړي، اوس دوه مړه دي او یو یې د ولسوالۍ کلینک ته یووړ. د ګلاب خان ورور شیرخان بیا ناخبره و، له کلي راتلی په لاره کې هغه نورو په چاقوګانو وواهو، مړ سو.
ـ یاره دا څه بدبختي ده، د سنځلو په لښتو درې مړي وشول.
کار مې پرېښود، محمد ګل سره د کلي خوا ته را روان سوم، ورته وام یا دغسې به نه وي، اصلاً به یې په بل شي جنجال وي، مازي به یې بهانه ورته غوښتې وي.
ـ شیرینه په دغه ځای یې مخکې هم دعوه وه، خو نن یې کیسه تر دعوه تیره که. قتلونه یې سره وکړل، سیدګل او مامدګل خو مې ولاکه په سل جریبه ځمکه وژلي وای، ګلاب خان بېخي خام کار وکړ.
ـ دا دعوه باید په وخت خلاصه وای، ولې به داسې کېدو، دا بدبختۍ د کلي ملکان هم راوړي.
ـ یو ملکان خو نه دي، حکومت دی، ولسوالي سته، قاضي او محکمه دې څه لپاره دي؟
ـ ته عجب ښه سړی یې، چې زما په یاد کېږي ولسوال صاحب به د خیر کار نه وي کړی، قاضي خو تر ننه هم یوه دعوه نه ده خلاصه کړې، زما له ورور سره څه جنجال دی، نن څو یمه ده عریضه ور وړم. کله ولسوال صاحب نه وي، کله قاضي نه وي….
یوه ورځ ورغلم هېڅوک نه و، عسکر ته وام دا اوس چیرته تللي، وای دې قاضي صاحب واده ته تللي دي. ماول د قاضي د لمسي یا زوی واده به وي، نو قاضي صاحب تر اوسه واده نه دی کړی!؟ عسکر څه نه وویل. بیا خبر سوم چې قاضي صاحب دوې ښځې درلودې، اوس یې د حاجي ناصر خان لمسۍ غوښتې وه، د هغه له یو چا سره دعوه وه، بیا یې ور ګټلې وه، نو هغه لمسۍ ورکړه.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ