ملګري او مشورې

زه چې کشر وم، نو د کاکا له زامنو سره ګرځېدم. وروسته کیسه د مسجد تر شناخته ورسېده، بالاخره مو دومره ملګري پیدا کړل چې په اخترونو کې یو ځای وګرځو، میله وکړو، کېنو او مجلس سره وکړو. دغه ملګرتیا د ښوونځي یا تعلیمي سویې په اساس نه وه، بلکې د کلیوالي ژوند او نږدې اوسېدو په خاطر وه.

په موږ کې سلیمان مزغن بې تعلیمه و. د ښوونځي تر فراغته سره ګرځېدو خو چې پوهنتونونو ته ولاړو، سلیمان پاته شو، ډېر مو نه سره لیدل.

یوه ورځ مې سلیمان ولید، ورته ودرېدم. موټر ته راوخوت، تر روغبړ وروسته مې ور یاده که، که کوم ضرور کار نه لرې، انجنیر عتیق به هم راواخلو، د غره خوا ته به ولاړ شو.

ـ دا خو به لا ښه شي، ډېر وخت مو مجلس نه دی سره کړل.

عتیق مو پیدا کړ. په لاره کې د سنځلو وږم خوشبویي خپروله. د باغچې تر ړنګ دیواله مې ور وکتل، د بادامو ونې سپین ګل پوښلې وې. لیري د انګورو په باغ کې یو ځوان په څادر سر تړلی و، اره یې په لاس کې وه، لښتې یې پرې کولې.

د غره لمنې ته ورسېدو، موټر مې ودارو، لوړ په کمره کېناستو، د کلي کورونه واړه ښکارېدل. سلیمان ته وام کار او ژوند څنګه دی!؟

ـ ولا ښه یوو، ګذاره کېږي. خپل حال وایاست؟

ـ یاره موږ خو دې وظیفو تر دوو سپږمو کړي یوو. ته خو شکر کاږه، ته لا ولې د ګذارې خبرې کوې، اوس هغه دی څلور ټېلر موټرونه لرې، وروڼه دې په کار اخته دي. په کلي کې تر بل هر چا ډېرې پیسې لري. انجنیر عتیق مې خبره ونیوله، ګیلاس یې کېښود.

ـ استاده قناعت نه سته، دا موږ خو چې د تعلیم نارې وهو، خو د دغسې خلکو لپاره یې وهو. دا بلاوهلی زه ښه پېژنم، نه جامه سته، نه اسرات(استراحت) سته، نه میله سته، بس دی او دغه سرګردانۍ دي.

ـ خیر انجنیره نو خواري خو به کاږي، کور یې غټ دی، مصارف یې زیات دي.

ـ زه په خبر یم، ستا په رکم یې ولاکه خوړلې وي، داسې خلک فقط د دنیا چوکیداران وي.

سلیمان یې خبرې پرې کړې.

ـ مالیمه، انجنیره لږ مې خبرې ته غوږ ونیسئ. په خپل لاس مې ګټلې دي، ځان مې پسې ستړی کړی دی. دا چې زه یې په ځان خورم، که یې نه خورم دا زما کار دی. داسې وخت راغلی چې پیسې دې نه وي، په ډوډۍ دې څوک نه ورګډوي.

ـ خبره دې سمه ده. خواري وکاږه، مګر لږ د خدای له درکړیو نعمتونو شکر هم وباسه، استفاده ترې وکړه. ځانته ښه موټر واخله، ښه کالي جوړ که، سلماني ته ځه، ویښتان جوړوه. بلا دې نه وهي، په میاشت کې یوه مېلمستیا هم کوه.

ـ نو منظم خو تاسې ګرځئ، له روزانه ژونده وراخوا یوه د خدای نه لرئ، په همدې مو ځانته قناعت ورکړی.

ـ ګوره سلیمانه له نورو خلکو سره ناسته ولاړه انسان ته یو څه ور زده‌کوي. زه باور لرم په کلي کې چې څوک روغه جوړه کوي، یو د خبري سړی راغواړي، د پیسو نه. که له چا سره څوک دوستي کوي، له یو هوښیار او مشر سړي سره مشوره کوي. که د چا مېلمانه له لیري ځایه راغلي وي، ما او انجنیر ورسره کېنوي څو هغوی ته وښيي چې موږ تعلیم یافته خلک هم لرو. پیسې بالکل ضرور دي، مګر لږ ځانته توجه کول، لږ خلک لیدل، نورو سیمو ته تلل، د خلکو له حاله ځان خبرول، یو چا ته ګټه رسول ستا شخصیت او ټولنیز موقف معلوموي او خلک به بیا په درنه سترګه درته ګوري.

ـ سلیمانه، استاد سم درته وایي. موږ باید یوازې ګټو ته نه، خپل شخصیت او ژوند ته هم متوجه شو.

ـ تاسې دواړه سم وایاست، زه کارونو دومره مصروفه کړی یم، ولاکه خپل سر ګرولو ته خلاص یم. مګر نن تاسې ما ته ډېر څه را زده‌کړل او له دې وروسته به انشا الله پام ورته کوم.

کلي ته مې وکتل، له ډېرو دودکښونو، اسمان ته لوګي پورته کېدل، د لمر سترګه د مخامخ غره په څوکو ښکارېده. ناوخته کلي ته ولاړ و.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000