“که مې درس ویلای، زما به هم ټولګیوالې وې”

کور شاوخوا دوه سوه کتابونه لرم، په دې ټولو کې ټولنیز مسایل څېړل شوي، څه دیني کتابونه هم شته خو د ادبیاتو تله پکې درنه ده. کله چې په رخصتي ولاړ شم، یا هم ډېر وخت په کور یم، نو مطالعه نه قضا کوم. زما دې کار، د کورنۍ نور غړي هم له کتاب او مطالعې سره اشنا کړي دي.

اوس دوی هم په کتابونو روږدي شوي دي. هلکان لا مصروفه وي، خو خویندي مې له دیني زده‌کړو سره سره ادبي کتابونه هم ور ګوري، د ژوند په اړه یې اوس ډېرې خبرې زده کړې دي.

په کلیوالي سیمو کې د زده‌ کړو زمینه هېڅ برابره نه ده. یانې دومره څه نشته چې نجونې پکې درس ووایي. ټولې همداسې نالوستي پاتې دي، په یوه نیمه کورنۍ کې چې لوستي نارینه وي، هغوی ورسره همکاري وکړي، لیک او لوست ور زده کړي، کنه نورې ټولې همداسې په ناپوهۍ او د ژوند له ډېرو خبرو ناخبره پاته دي.

بس د کور کارونه، اشپزي، د جامو مینځل او د ماشومانو پالنه کوي. نور داسې هېڅ سهولت او د زده کړې تر لاسه کولو وسیله نشته چې دوی ورباندې ځان بوخت کړي.

زه کله کله فکر کوم، وام دغسې حالت خو په زندان کې هم دی. هلته زندانیانو ته تیاره ډوډۍ راځي، دلته دوی ډوډۍ پخپله تیاروي. زندانیان نور کار نه لري، خو دوی د ټول کور کارونه، د مېړه، خسر، وروڼو او لېورونو خدمت کوي. داسې وي، لکه پخوا چې به ملکانو یا خانانو مینځې ساتلې او د کور خدمت به یې ورباندې کاوو.

زندانیان سپورټ کوي، دوی د دروازې مخه هم نه ده لیدلې، که یې یوه ورځ د ناروغۍ، ښادۍ یا غم په بهانه راووتله، خو لا یوه لار ده، ګنې ټول ژوند یې په کور دننه دی.

د ژوند ملګری په خپله خوښه نه شي ټاکلی، د درس اجازه ورته نشته، یوازې خوره، څښه او خدمت کوه. فقط اولادونه راوړه، د هغوی پالنه وکه، د خاوند او د هغه د کورنۍ خدمت کوه، نور بل کوم ځانګړی کار نشته چې د دې رضایت دې پکې وي او دا دې پکې خوشحاله وي.

د کور له ډوډۍ او کتغ ماسېوا یې تر ننه په بازار کې داسې څه نه دي خوړلي چې زړه یې ورته شوی او خوند یې ورکړی، هوټل ته نه بیول کېږي.

کور ناست وم، په موبایل کې مې د میلې عکسونه کتل، د درس اړوند ویډیوګانې وې، د ټولګیوالو عکسونه و. منځنۍ خور راته وايي چې کاش درس مې ویلی وای، اوس به زما هم ټولګیوالې وې، ورسره لیدل به مې، خواله به مو سره کول.

د هغې له درس سره زیاته علاقه ده، په هر څه یې سر خلاصېږي. ماول بازار ته د تګ توان زه نه لرم او په کلي کې تر اوسه موږ ښوونځی نه لرو. که وي هم، تر شپږم ټولګي درسونه شته له هغه وروسته دې زده‌ کړې هسې هم په نیمايي کې پاتې کېږي.

پخوا به د زده کړو ستونزه یوازې کلیوالي سیمو کې وه، چې نه یې ښوونکې درلودې او نه ښوونځي، خو اوس په ښارونو کې هم ورته حالت دی.

د ښاري نجونو هیلې هم مړاوې دي، ټولې راګرځول شوې دي. نه ښوونځی شته، نه پوهنتون. هر څه یې پر مخ تړل شوي او د زده‌ کړو اجازه نه ورکول کېږي. د طالبانو پنځه کاله کېږي چې نجونې یې تر شپږم ټولګي پورته له زده‌ کړو بندي کړې دي او په کورونو یې کېنولې دي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000