د موبایل خبرې مو څارل کېږي

څو ملګري یوو، په رخصت وخت کې حتما یوه خوله بانډار سره کوو. کله د کاریز غاړې ته ولاړ سو، کله په کوټه کې سره کېنو. سلطان خاکساره ځوان دی، په میله کې تر نورو ډېرې منډې وهي. محمود ته چې کار ور و نه سپاري، ولاکه یې د چا پلار لا ولاړ کړي. جمشید په خپله خوښه کار کړي، د بل امر نه مني. سلام ته نو بیا مه وایه چې مې کوه، تر هغو یې کوي چې څو ستړی سوی نه وي.

سمسور دا څو ورځي نه ښکارېدی، نه یې کورنۍ خبره وه، نه په موږ کې چا حال ورباندې درلود. پنځه ورځي فقط په دې تیرې شوې وې چې ګوندي را به شي، نه به ورکېږي. هغه څلوېښت ورځي وروسته ته راغی.

هلکانو ویل چې سمسور راغلی، حتما به کېنو. مازیګر مې موټر راویست. یو یو مې راټول کړو، څه انداز مو سره واچاوه، دومره پیسې برابرې سوې چې دیګ ورباندې وکړو.

په بازار کې مو له غوښې تر ترکاري، مېوې او مشروباتو ټول راواخیستل. نانوایي ته ولاړو ښې ګرمې ډوډۍ مو راپورته کړې.

کلي ته چې ورسېدو، د سمسور کره ورغلو، هغه مو راواخیست. سیده غره ته ولاړو. نرم شمال، په اسمان کې یوازې ستوري ځلېدل.

په دیګ مصروفه سوو، بالاخره یو ساعت وروسته په سترخوان هر څه تیار پراته وو. چې ګوله مو را پورته کوله، سلام د چایو لپاره چایبره په انګار کېښوه.

د چایو پر وخت، یوازې سمسور غږېدی، هغه د څلوېښتو ورځو بند کېسې کولې، ویل یې: په ډېره وړه خبره بندي سوم. یوه ورځ په غلطي کې را څخه یوې ښځې ته زنګ ورغی. څو دقیقې ورسره وغږېدم. په سبا یې د کور نارینو ته ویلي و، چې دغه نمبر والا ما په تکلیفوي. د کور نارینه تللی په اړونده حوزه کې یې عریضه کړې، هغوی د نمبر له لارې زما ادرس پیدا کړ. وې غوښتلم، خو ما بابیزه وبلله، نه ورغلم. بالاخره خبره تر نږدې ولسوالي راورسېده، چې ورغلم سیده یې محکمې ته معرفي کړم.

ما انکار وکړ، خو دوی زما د خبرو ثبت را ته کېښود. هېڅ مې هم نه سو کولی. له هغه ځایه یې سیده زندان ته بوتلم، ویل ستا له شمېرې نورو نجونو ته هم زنګونه وهل شوي دي. شپږ میاشتې قید و، هغه خدای اختر راباندې راوست، چې څلوېښت ورځې پوره کېدې، د اختر په مناسبت چې کوم بندیان خوشي کېدل، په لېست کې مې نوم لیکل سوی و، د خدای په مهرباني راخلاص سوم.

ټولو رڼې سترګې ورته نیولې وې، لکه هر یو چې مجرم وي، سمسور خبرې پسې وغځولې؛ ډېر احتیاط کوئ، په موبایل کې هېڅ داسې خبرې مه کوئ، چې په هغه کې اخطارونه، بدې خبرې یا داسې څه وي چې هغه د نظام یا دولت په خلاف وي. ځکه په موبایل کې د سیمکارت له لارې هر څه څارل کېږي، ډېر ژر دې ټولې خبرې مخته ږدي او بیا به هېڅ نه شئ کولای.

هلته ډېر سخت حالت و، تمامه ورځ به د بندیانو ترمنځ جنګونه و، وحشت و. له هر ډول انسانانو سره به شپې تیروئ.

د سمسور خبرې د سلام لویې چیغې پرې کړې، ویل بس دی مه مې ویروئ، نیمه شپه ده درځئ چې ځو!

یو ساعت لا ناست و. وروسته مو حرکت وکړ، د موټر څراغونو ته تورې ګیدړې منډې وهلې، یوې ژورې شیلې ته ښکته سوه.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000