حیات الله ستومانه بالښته ته ډډه ووهله، د اوبو پیاله یې په غاړه واړوله.
ـ مورې نه پاتېږم، دوکاندار بېخي پازاب کړی یم، پیسې غواړي. دا وار خو یې د څو ورځو اوړه په پور راکړل، که خلاص شو، بیا چې په ټول کلي وګرځم هم نه یې راکوي. یوه جمعه کېږي، د ولسوالي بازار ته ځم، خدایکه روزانه لا پیدا کېږي. میر ادم او څو نور کلیوال راسره دي، ځو ایران ته. دلته نه سره شل کېږي.
ـ زویه ولاکه مې تر دا دروازې لا زړه درباندې کېږي، نو څه وکړو، ځان خو اور ته نه شو نیولی. که دلته څه ګذاره کېږي، مه ځه.
ـ نه تلم، خو بېخي ټپ ولاړ یم، نه کېږي.
ټکنده غرمه زړې ښځې کرونده جارو کوله، لمسی یې د لښتي په ژۍ کېنولی و، وړه پلاستیکي بوجۍ یې د لاسي ګاډۍ په منځ کې کېښوه. لمسی یې د بوجۍ په سر تکیه کړ. روانه شوه، ورو یې پلونه پسې څکول.
د بادغیس په لري پرته سیمه کې، د خټینو کورونو تر منځ، د یوه کور له دودکښه بې وخته لوګي پورته کېدل. میرمنې تناره ته نږدې له اوړو وړې زغالې جوړولې. جارو شوې خاشې تر لمبو ووتې، تبخی د تناره له سره پورته شو، سپینسرې په خپلو لاسونو د تناره منځته اوړه ووهل.
مازیګر ته یې لس پتري پخې کړې، نیمي یې په نږدې کورونو وویشلې، نیمي یې زوی ته له لسو ایشېدلو هګیو سره په دسماله کې کېښودې. سهار تر هغو د دروازې مخته ناسته وه، چې حیات الله له ۱۳ نورو کلیوالو سره ایران ته په سفر روان شوو.
مور یې پلو سترګو ته ونیو، له لوښي یې اوبه پسې وشنیدلې.
یوې بلې میرمنې تر نیمکښه دروازې دباندې وکتل، ټيکری یې له سره ښوویدلی و، یوه ماشوم چیغې وهلې، دروازې ته راغی، هغه یې غیږ ته پورته کړ، کور خوا ته روانه شوه.
څوارلس د بادغیس او پنځه د بلخ تنکي ځوانان شل ورځي وروسته د نیمروز په “لالو ریګو” کې په داسې حال کې وموندل شول، چې له تندي یې ژوند بایللی و. له دوی لاره ورکه شوې وه او د نیمروز په دې ګرمه شګلنه سحرا کې له تندي مړه شوو.
دولت یې جسدونه پیدا کړل، کورونو ته یې وسپارل، زرګونو خلکو سوځونکو جسدونو ته اوښکې توی کړې، وروسته یې په لویه هدیره کې دفن کړل. کورنۍ یې د حیات الله د زنکدن وروستی پیغام له موبایل څخه په فېسبوک کې شریک کړ، پیغام دومره دردونکی و، چې کم به یې د کتلو جرئت درلود.
خدای خبر چې دغه دردونکی پیغام به یې کورنۍ او مورکۍ څنګه کتلی وي:
د حیات الله خبرې: “دعا کوه مورجانې مرمه!
دعا کوئ ټوله، هیبتي او محبتي وساتئ. زه ډاډ نه لرم چې بچ دې سم.
که زما یادوګاري و تاسې ته ورسېده، ټول ماته حق را پل کړئ. زه خو په یو دام کې وختمه. ټوله مې یادېږئ، د زکندن سګلۍ مې دي.
یو پیغام پرېږدمه: سر کئ را پورته پر ما، جهانه ځمه.
وروسته یې بل ملګری غږ وکړي؛ حیات الله!
ـ جان حیاته!
ـ میرادم یمه، زما ادکې مورې ته ووایه چې ما ته بخښه وکه.
ـ میرادم وايي، سلام ټولو قومیانو، دوستانو ته سلام وایي چې مرمه! یارانو ته وایه چې وې بخښئ.
اخیر دیدن دی. خدای خبر چې له دې تندي به بچ کېږم.
خو وساتئ زما دا ومنئ، هر انډیوال پر ما باندې پیسې دي، که يې زما ورور ورکوی سي، خو اول دې ورکي، که یې نه سي ورکولای، بیا دې وبخښي. پناه پر خدای ده.
وروسته لوی اففففففففففففففف وکړي.
مرمه اخیر یادوګار مې دی، سلام علیکم.
هیبتي و محبتي ته مې سلام وایه، دواړه وساتئ.
ښه وخت ولرئ، سلام……”
دې پیغام ټول افغانان خپه کړي، له طالبانو یې غوښتي چې خلکو ته په وطن کې د کار او مصروفیت غم وکړي، کنه داسې په سلګونو ځوانۍ به په قاچاقي لارو نورې هم قربانۍ شي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ