ښوونکي دروازه ټک، ټک کړه، ټولګي ته له ننوتلو سره زدهکوونکي په خپلو ځایونو نېغ ودرېدل. ښوونکي د کېناستلو وویل، تر ستړې مه شې، کورني کار کتلو وروسته یې کتاب خلاص کړ، په تخته یې د درس عنوان ولیکی؛ کانکور ازموینې ته چمتوالی(خبرې اترې).
په دې عنوان کې د دوو تنو تر منځ بشپړ ډیالوګ یا خبرې اترې راغلې دي، د دې پر ځای چې کتاب ولوستل شي، یا درس تشریح شي، یو یو زدهکوونکی یې د تختې مخته راغوښت او خپله یې خبرې ورسره کولې.
ښوونکی: احمده! فراغت ته دې دوې میاشتې پاته دي، پوهنتون خو لولې، کومه پوهنځی دې خوښېږي؟
احمد: ښوونکیه! غواړم، اقتصاد ولولم، شخصي کاروبار برابر کړم او ډېرې پیسې پیدا کړم. کانکور ازموینه ورکوم، که کامیاب شوم خو ښه دی، کنه بیا یې خصوصي پوهنتون کې وایم.
استاد هغه ته د کېناستلو وویل، په نوبت یې یو بل زدهکوونکی راوغوښت.
ـ ضياء ستا انتخاب څه دی؟
ضیا سترګې ښکته واچولې، وروسته یې ټولیګوالو ته وکتل، خبرې یې شروع کړې:
ـ استاده زما انتخاب اروپا ده. دلته به څه کوم. پیسې لرو، پلار ته مې ویلي، که هر لاره وي اروپایي هېوادونو ته ځان رسوم. که نه شوه، دلته تجارت پیلوم، نور درس نه وایم.
هغه کېناست، استاد سمسور ته اشاره کړه، هلکه ته څه وایي؟
ـ استاده د شخصي بورس له لارې ځم ترکیې ته هلته پوهنتون وایم.
ـ نو چې پوهنتون وایي، خو دلته یې ووایه، تر کابل پوهنتون خو بل ښه پوهنتون نشته او ټولې پوهنځي هم لري.
ـ پلار مې وای، دا ځای د درس نه دی، بورس پیدا که، چې هر څومره پیسې وغواړې، درکوم یې.
استاد پر تخته څو انتخابه ولیکل بیا یې مخامخ زدهکوونکي ته وویل:
ـ سلیمانه ته راته ووایه؛ له ځانه څه جوړوې؟
ـ استاده، چین ته ځم، هم به چینايي زدهکړم او هم مې هلته د پلار کاروبار دی، هغه به مخته یووسم.
استاد په دیوال را ځوړند ساعت ته وکتل، د درسي ساعت لس دقیقې وخت یې پاته و، په لوړ اواز یې وویل:
ـ شمس الله ته راشه! وروسته به هر یو فقط خپل انتخاب ووایي، د خپل راتلونکې په اړه یوه مقاله لیکل مو کورنۍ دنده ده.
ـ استاده لنډه به یې درته کړم. دا کوم انتخابونه چې درته وایي دا بېخي سم دي. تقریبا دیرش ټولګیوال یوو، د ټولو پلرونه دومره پیسې لري چې د هغوی لمسیان به یې لا نه کړي خلاصي. نه کار او نه تعلیم ته اړتیا لري. ښوونځي ته مو په زور رالېږي، نه درس ته راځو، نه خاص د ایندې په کیسه کې یوو؛ نه دلته موږ ته کومه سزا راکول کېږي، نه څوک نظارت راباندې کولای شي. هره میاشت شاوخوا پنځه زره ښوونځي ته ورکوو، دومره قدر مو کوي، چې نه یو راغلي کور ته زنګ راپسې وکړې، بیا مو پلار ورته وایي چې نازولی ویده دی، وروسته به درشي. تګ و راتګ مو د ځان په خوښه دی، ساعت ته نه ګورو.
هر یو ملګري لرو، مازیګر موټرونه راباسو، ماخستن تر ناوخته یې زغلو. ډوډۍ دباندې وخورو بیا کور ته ځو. نه یې په تیلو خبر یوو، نه یې په مستري. دا ته چې کله کله د ایندې خبرې کوې، یا د وطن په باره کې، یا د خدمت؛ ولاکه په ټول صنف کې یوه ته هم د وطن جغرافیه لا معلومه وي. احساس او خدمت خو پرېږده. هر یو ایفون لرو، پابجي کوو.
زنګ ووهل شو، استاد کتاب کېښود، ترقي تعلیم یې لاسلیک کړ، تخته یې په مارکر ووهله؛ زدهکوونکو! تاسې نه یاست ملامت، دا وطن سل کاله نور هم نه جوړېږي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ