وزیر کلوشې و ایستلې، د پوندو چاودې یې له خاورو ډکې وي، څو ګامونه یې واخیستل، په ټغره واړه د پښو چاپونه پاته شول. د تندي ویښتان یې په خولۍ کې بند کړل، شونډې یې د ګنډلي منګي په ژۍ کېښودې، اوبه کمې وې، منګی یې په غاړه واړاوه، په جاغه کې یې لیکه اوبه تیرې سوې.
یوې ښځې چې ښۍ پښه یې درنه پسې وړله، په یوه لاس کې د شلومبو ټکوری او په بل لاس کې یې کوچنی سترخوان نیولی و، راغله. هلک ډوډۍ په شلومبي کې وړه کړه، په خوند یې وخوړه.
لوونه خلاص شوي وو، لیري د ترېشل غږ راتلی. وزیر ماسپښین په پسونو پسې لرګی راواخیست، څو نورو شپنو هم مالونه د کلي میداني ته راوایستل، وروسته د میږو تر غاړو د تړلو غرغړو شرنګا سمه نه اورېدل کېده.
وزیر او ملګرو یې رمې د غره لمنې ته ورسولې، دوی د غره یوې ډډې ته په کمره پښې وغځولې، د کلي کورونه واړه معلومېدل. یو بل کوچي شپلۍ وهله، ازانګه یې په ټول غره کې ګرځېده.
وزیر وویل؛ دا مست بیا ګوره، موږ په لاره نه شو تللای، دی بابولالې را ته وایي. تر څه وخته به داسې ستړي یوو؟ دې ښادۍ رمه یې کړې، په اختر کې یې هم پيایو. د جمعې په ورځ یې هم راولو. یو کال مې د مشر ورور واده و، چې څنګه مو ناوې راوړه، پلار راغږ کړل، ویل هلکه مال وږی دی؛ هسې دباندې باسه.
حنیف د وزیر خبرې سمې وبللې او وې ویل: چاره نه لرو، مجبوره یوو. څه به کوو دا کسب خو له پلاره او نیکه راپاته دی. د خانانو پسونه او مالونه چې و نه پیایو، خورو به څه شی!؟ حداقل د کور شومه خو ورباندې برابرېږي، نور ارام او خوند که نسته.
سلطان په دوی پسې لږ وروسته راغی، په لاس کې یو نااشنا شی وه، ټول ورباندې راټول شول. دوی یو له بله وپوښتل خو وې نه پېژندی. کوچي چې دوی ته وکتل، شپیلۍ یې پرېښوه، وې لیدل چې دوی په اوسپنیزه اله راټول دي.
وزیر ټول له دې وسیلې لیري کړل، ورته وې ویل، داسې شیانو ته لاس ور وړل، خطر لري. سلطان چې ملا په څادره تړلې وه، وویل: د څه شي خطر؟ دا دغسې اوسپینه ده.
وزیر دوی لیري کول، خو سلطان یې خبره نه منله.
سلطان لویه ډبره ورباندې واچوله، اندېښنه یې وه چې وګوري په منځ کې یې څه دي. له درب سره د شپنو غوښې په هوا کې وګرځېدې. د سلطان یوازې سر پاته و، نور بدن یې نه و. وزیر چې لږ ليري و، دواړې پښې یې پرې شوې وې، د یو بل شپانه ټول ورن نه و، تر سر یې وینو دارې وهلې. رمه لیري د سړک غاړې ته رسېدلې وه. ماښام ناوخته د مسجد مخته تر جنازو ګڼ کلیوال راټول وو، نږدې له کورونو د ښځو چیغې راختې، بدې ورځې یې کولې چې اولادونه یې وژل شوي دي. د خښولو وخت یې نه و، شپه همدغسې په چیغو او کوکو سبا شوه، سهار په هدیره کې ځوانانو درې قبرونه وکښل او نیمی نیم ښوره مړي یې خښ کړل. ملاصاحب له اوږدې دعا وروسته کلیوالو ته وویل چې خیرات شته، د هدیرې خلک دې ټول ډوډۍ ته راشي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ