تور خپله ښځه ووژله

تور زموږ کلیوال دی، اصلي نوم یې پیروزخان دی، په کلي کې په تور مشهور دی. دا نوم له کوچنیوالي ورباندې اېښودل شوی، کمو خلکو ته یې خپل اصلي نوم معلوم دی.

زه د کابل سروبي ته په چکر تللی وم، زموږ کلیوال شفیق الله زنګ را ته وکړ؛ ویل د پیروزخان کاکا مېرمن ناروغه وه، دا لس ورځي د ولایت په ملکي روغتون کې بستر وه، نن هغوی ځواب ورکړی، کابل ته یې دروړې ده، هغه نابلده دی، که لږ منډه ورسره وکړې، ځواني به دې وي.

ځان سره مې وویل چې ته دا مصروفیتونه او ته د پیروزخان میرمن. وروسته ماول دا حالت په موږ هم راتلونکی دی، باید ورشم.

د موبایل شمېره مې ځنې واخیسته، زنګ مې ورته وکړ د شفاخانې ادرس یې راکړ، درې ساعته وروسته ورغلم. پیروزخان د روغتون په انګړ کې سرګردانه او وارخطا ګرځېدی، چې په ما یې سترګې ولګېدي، را منډه یې که، غېږه یې راباندې وګرځوله، سترګې یې را ډکې شوې، په زوره یې وویل:

ـ زویه خدای به کړي، ته به کړې، له ما خو لاره ورکه ده، ښځه مې مړه کېږي.

ـ پیروزخان کاکا خدای به خیر کړي، مېرمن به دې خدای ښه کړي.

ولاړم نوکریوال ډاکټر مې راوغوښت، هیله مې ترې وکړه چې سخت غریب او بې وسه یوو، ناروغ مو ډېر په تکلیف دی، که څه چاره کېږي، باید وې کړې. ډاکټر دې خیریوسې راغی، ویل ناروغ ما کتلی، په پښتورګي کې ډبرې لیري، وخت زیات ورباندې وتلی، پښتورګي یې ختم دي، عملیات هم نشو ورته کولی، ماشوم لري. رابعه بلخي روغتون ته یې یووسئ، هلته به یې لومړی د ماشوم غمه وخوري، وروسته د پښتورګو. امبولانس یې راکړ، ناروغ مې راوړ. رابعه بلخي روغتون په کابل کې د زیږون لوی دولتي روغتون دی. هغوی ناروغ بستر کړ، موږ یې راویستو. ویل ښځینه پایوازه ورته پیدا کړئ، تاسې باید دباندې منتظر سئ. لیري کاکاخېل مې په کابل کې اوسېدل، حال مې ورسره وکړ، هغه خپله مشره ښځه راوسته. ما او پیروزخان کاکا د روغتون دباندې له ګڼو نورو پایوازانو سره کېناستو.

پیروزخان رانږدې شو، په ژړغوني اواز یې وویل:

ـ “که دې ښځې نه وبښلم، خدای مې نه بښي. له ما سره یې په سخته غریبي او نیستي کې شپې ورځې سبا کړې دي. په ټول عمر مې داکټر ته نه ده بیولي، چې کله به یې څه غوښتل، نو به مې راونیوله دومره به مې ووهله چې زه به ورباندې ستړی سوم. خو تر اوسه یې نه په کور کې چا ته شکایت کړی او نه ورورڼو ته. یو پارسل اوړه به یې یوه میاست را بس کول. دا له ډېره وخته ناروغه وه، ما به ورته ویل ښه کېږې. څو واره مې لرګي ورباندې مات کړي دي، سخته مې وهلې ده.

ډېر ارمان به پسې وکړم، ډېر. زه به د هغې له حقه په اور وسوځم، ما له هغې سره بېخي ډېر ظلم کړی دی. پنځه اولادونه مې سوي، په یوه اولاد مې هم ډاکټر ته نه ده بیولې، په کور کې پیدا سول. چیغې او بغارې یې یو خدای اورېدې. اوس را په یاد سو، یوه ورځ یې زما پلار ته ډوډۍ ناوخته ور وړې وه، پنځه بېلچې مې ووهله، تر ماښامه بې‌حاله وه.”

پیروزخان تر مې پام حیوان راغی، د هغه د مېرمن ناامیدي او دردمن حالت مې سترګو ته ودرېد. ماول خدایه له دې وحشي یې نور ورخوندې کړې.

اوومه ورځ یې د پیروزخان مېرمن راویسته ژوندۍ وه، ماشوم یې ضایع کړی و، له پښتورګو یې لس ډبرې را ایستلې وې، کور ته یې رخصت کړل. ویل د جوړو نه ده، کور ته یې یوسئ. پیروزخان مې هېڅ پوه کړی نه دی، ماول نور انشاالله ستونزه نشته، احتیاط ورسره کوه، خدای به یې نوره ښه کړي. دوی ولاړل، خو درېیمه ورځ خبر شوم چې د پیروزخان ښځه مړه شوې، شکر مې وایست چې خدایه ښه دی چې ابدي ارام دې ور نصیب کړ او له تکلیف څخه دې وساتله.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000