زه چې له کاره ولاړ سم، د اکا یتمان زما مخې ته منډې راوهي، هر وخت یې تمه وي چې څه به ورکوم. ما ناهیلي نه دي لېږلي. د دوی پلار د جمهوریت پر مهال د پولیسو افسر و، په وروستیو کې د څو تنو قوماندان هم وټاکل شو. له لومړۍ مېرمنې سره یې چندان ګذاره نه کېده، یوه بله پېغله یې وکړه، ځکه دی ځوان و او غوښتل یې پاته عمر یې له خوښیو او رنګینو ډک تیر شي.
د خدای او د بنده اراده یوه نه وي. بله ورځ په ولسوالي کې جنګ و، دی له څو نورو سرتېرو سره جنګ ته ولاړی، ښه په نره وجنګېدی، د سهار سپېدې چې راختې، خان محمد خپل سر له وطنه جار کړ.
پېغله مېرمن په پالنګ دغسې ناهیلي پاته شوه، واړه یتمان ترې پاته شول. سهار یې جنازه کلي ته راوړه، کلیوال ورباندې خوابدي و، ځکه د نوي واده فقط څو ورځې تیرې وې. عمر یې تر پنځه دیرشو نه و اوښتی، خو ارمانونه یې ګور ته ورسره یووړل.
د دې سرتېري دوې لوڼې، دوه زامن او دوې مېرمنې پاتې شوې. مشره لور یې د ده په ژوند واده کړه. ناوې یې ورور خپل ځوان زوی ته کېنوله، خو له زړې ښځې سره چې څنګه یې خاوند ګذاره نه شو کولای، لېورونو هم مخ ترې واړاوه.
هغې د نوې کلا دروازه وربنده که، له خپلو درې اولادونو سره یې کورګی جوړ کړ، اولادونه یې په ځان راټول کړل. د دې هم لکه د نورو کورنیو ماښام ډيوه بله شي، ناوخته چې ماشومان خوب یووسي، دا هم څراغ مړ کړي، د رب امتحان ته ځان وسپاري، له یو عالم اندېښنو سره په درانه خوب ویده شي.
رښتیا چې رب روزي رسونکی دی، ډېر ملګري وینم چې د کور له ساتنې او ډوډۍ پیدا کېدو شکایت کوي، چې څه نه لرو. تمامه ورځ روزانه کوو، مګر کور نه شو چلولای. خو دې یتمانو ته لکه الله چې یې له اسمانونو رالېږي.
هر وخت ورباندې یو څوک مهربانه شوي وي، نه بې جامو شول، نه بې ډوډۍ. هلکان اوس غټان شوي دي، یو د کور په کارونو بوخت وي، یو ښوونځي ته ځي.
مېرمنې صبر کړی، د کور په څلورو دیوالونو کې ناسته ده، خپل اولادونه روزي، نه له ژونده شکایت لري او نه د ښکلو ماڼیو، رنګینو محلونو او غوړو خوراکونو هیله لري. فقط دومره څه غواړي چې شپه یې ورباندې تیره شي او اولادونه یې له مرګه ورباندې راګرځېدلي وي.
زه د دوی بې سرپنا حالت ته ځورېږم، وایم کاش دوی هم د نورو غوندې اغوستلی، خوړلی او ګرځیدلی چې د ژوند په مانا او خوښیو پوه شوي وای. تر څو به دغسې ناامیده ستړی او دبل د لاس احسان ته په تمه وي. تل یې له نورو تمه وي، له نورو یې غواړي، که چا ورکه خو ښه تر ښه، کنه شپه یې دغسې په نهره تیره وي. ماښام تر بل شوي څراغ یوه مور درې اولادونه راتاو وي، کیسې کوي او د ژوند دغه اوږد مزل چې دوی ته تر نورو اوس ډېر سخت شوی، مخته بیایي.
نه ویره لري، نه د ترس په کیسه کې دي، د هر بل ماشوم په اغوستو جامو کې یې سترګې وي. مور اولادونو ته ځورېږي او اولادونو د مور ناهیلۍ ته سترګې غړوي چې کاش پلار مو وای او یو چا ته مو په بابا ویلای. دغې مور ځان اوس داسې جوړ کړی، چې د اولادونو لپاره هم د بابا هم د ادې رول ادا کوي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ