د پل‌چرخي زندان نوې خبرې

فضل محمد څو کاله د شاولي کوټ انځر اخیستل، خو دا دوه کاله ورک و. پرون د جومات تر مخ ندامحمد کیسه کوله چې فضل محمد خو مارکېټ کې دی، که د چا قرض یا پیسې په پاته وي یوار ورسئ، ګوندي ځنې پیدا یې کړئ.

د مېوې مارکیت ته ورغلم، پیدا مې کړ. د فضل محمد ږیره سپینه سوې وه. زوی یې د چایو پیاله را ته کېښوده، ولاړی. زه او پلار یې یوازې پاته سو. فضل محمد کیسه شروع که:

ـ ستاسې د پیسو چاره به وکړم، مګر دا یو کال مې ټول کار بند و. زما خو یوازې ستاسې باغونه نه وي تر غاړې، همدا مې کاروبار دی. چې د هرې مېوې سیزن وي، مارکیټ ته یې رارسوم. که دلته نه وي له کابله یې راوړم، کنه جلال اباد ته پسې ځم. د کندز او مزار خټکي خو یو وخت هم نه پرېږدم. دا څو کاله د فراه حاصلات هم ښه دي.

له کابله مې شیان راوړل، د یوه شمالي وال پیسې راپاته وې، زما سره نه وې، څو واره مې ځان ترې پټ کړ، نه کېدو اخیر یې هملته عریضه راباندې وکړه، ور وې غوښتم. حوزې ښاري محکمې ته ولېږلم، ویل ورسئ، هلته مو موضوع خلاصه کړئ.

ما ته د محکمو کار خاص نه معلومېدی، خبرې مې لږ تیزي وکړې، ملامت یې کړم. پنځه ورځې وروسته محکمه وشوه، چې تا مخکې هم دې سړي ته په موبایل کې اخطارونه ورکړي، اوس یې پیسې نه ورکوې، د دې سر زورۍ له وجې تاته د یو کال بند سزا درکول کېږي.

د محکمې فیصله بیا نه راګرځي. هر څو منډې مې وکړې، چا خبره نه اورېده. سیده یې له توقیف خونې پلچرخي ته بوتلم.

زندان نه و، سم د قاچاق مرکز و. هغه کوم شیان چې د زندان دننه بند و. داسې تر لاسه کېدل لکه په بازار کې. د نشه‌یي شیانو قاچاق کوونکي بېخي زیات و، په زیاته بیا د کابل خلک. ټول یې د نشې په ګولیو او غلاوو راوړي وو. زه حیران وم چې دا خلک هلته هر څه څنګه تر لاسه کوي. خو میاست وروسته مې هر څه په سترګو لیدل. ساتونکي یې ټول غله و، د چا چې به هر څه پکار سو، ورته پیدا کېدل. یوازې فرق یې دا و چې هلته د ډېر واړه شي، قیمت پنځه و لس برابره لوړ و.

هره ورځ یې په سلګونه خلک زندان ته راوړل؛ په ډېرو وړو غلاوو، جنجالونو او خبرو یې زندان له خلکو ډک کړی و. ما د خپل اطاق له ملګرو سره مجلس کاوو چې دا دومره ژر ولې څوک زندان ته راوړي او د دې مصرف او ساتنه څوک کوي. هغوی ویل چې ملګري ملتونه دوی ته د یوه بندي په سر تر پنځوس اضافه ډالر ورکوي، خو دوی ورباندې پنځه ډالره هم نه مصرفوي، په همدې خاطر یې زندانونه ډک کړي دي. بل دباندې لوږه ده، هر څوک غلا ته مجبور شوي دي، هغه چې غلا وکړي، سم دستي یې دلته راولي.

ډېر بندیان بیا د امر بالمعروف مسوولینو راوستل، چې رښتیا سي یوه ورځ یې تر یو نیم سل زیاتې ښځې د حجاب د نه مراعاتولو په جرم راوړې وې. بې لارې هلکان، هغه سلمانان چې هلکانو او ځوانانو ته ویښتان په خارجي موډ ور جوړوي یا ږیرې ور خرییي. دغسې نورې ډېر د قتل، زنا او بدکاریو خلک خو په پېخر و. بلاکونه ترې ډک و.

ـ فضل محمده نو تاوان به دې کړی وي، خو کار دې هم ولاړ و، ته هم نه وې.

ـ تاوان یې مه کوه، دومره لوېدلی یم چې د کلي دوکاندار لا پور نه راکوي. که خدای لږ کار سره برابر کړ، حتما درګرځم، خو اوس د پیسو تمه مه لرئ، هېڅ شي ولاکه په لاس کې لرم.

ـ خدای به خیر کړي، یا نو په دې حال کې به یې له څه شي راکړې. هغه مې اخري پیاله شوه، غرمه ترې راروان سوم.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000