زه او صالح محمد د ماخستن تر جومات وروسته د لویې والې تر غاړې بانډار کوو. دا شاهي کانال ظاهرشاه پاچا د کندهار ښار په منځ کې ایستلی دی. د دهلي بند یوه اندازه اوبه په دې کانال کې راځي. دوبی د ورځي کشران پکې لمبېږي او ماښام د والې تر غاړه د لویانو بانډارونه ګرم وي.
پرون شپه تر ناوخته ناست وو، صالح محمد د موټرو او موټرسایکلو پارکنیګ لري، له سهاره تر ماښامه یې دی او زوی هلته مصروف وي. یو بل کشر زوی یې په کوم شورم کې شاګرد دی. هلته چای پخوي، موټرونه پاکوي او د شورم والا د اطاق خدمت کوي. نن یې تر خوله را ووتل، دا زوی به نور شورم ته نه لېږم.
ـ ولې؟ مې کوه په کار به بلد سي. نور که څه نه وي، د کور کرایه دې پرې کوي، پنځه زره روپۍ هم درته راوړي.
ـ دا روپۍ به څه کړم، که یوار بې لارې سو، بیا خدای خبر څنګه یې را کنټرول کړم!؟
ـ نو په دې کې د بې لارۍ څه خبره ده، خو په وخت دې ځي، په وخت دې راځي. ښه یې پوه که چې له چا سره کار مه لره.
ـ شورم والا ډېر مهربانه انسان دی، اول دوې میاشتې هلک تلی و راتلی، تنخوا یې هم ورکوله، د اختر کالي او خرڅ یې هم ورکاوو. خو دا درېیمه جمعه ده چې د جمعې په ورځ هم وتلی وي، ماښام هم تر دولسو بجو کور نه وي.
ـ نو خو پوښتنه به دې ترې کوله، یا به دې یوه ورځ پسې کتل چې له چا سره ناسته ولاړه لري، ستا څخه به د شورم به بهانه وځي.
ـ نه، نه. شورم ته خو ځي. مګر اوس یې بڼه او جامه هم سره برابر سوي دي، غټ موبایل هم ورسره دی، تېره ورځ یې ول مشر شپږ ویشت سیونټي موټرسایکل هم را اخلي، چې تر شورمه به ورباندې راځي.
ـ یاره احتیاط ورسره کوه، په اوس وخت کې دومره مهرباني، هم ولاکه وي.
ـ نه. هغه ډېرې پیسې لري، په کیسه کې یې نه دي. چې رښتیا سي، زوی مې اوس د پخوا په رکم ولاکه خبره مني. خپله تنخوا راکوي، نور بېخي په بله هوا کې دی. د مشر زوی مې راسره دعوه وي، وای دا هلک راوګرځوه، ته اوس په دې نه پوهېږي چې هغه یې بانډارو ته ورسره بیايي. په جمعه میلې ورکوي، ماښام تر ناوخته ورسره پاته وي.
ـ نو خو سم درته وایي؛ هغه ستا د زوی کار نه غواړي، د ځوانۍ او سپین مخ تږی یې دی. په ښار کې دومره غریبان دي، په هغوی دې مهربانه سي. هسې یې ځنې را ګرځوه. سبا به دې په خوله هم نه کوي. دوه درې کاله به یې ورسره وګرځوي، چې راغټ سي او ږیره یې وخرییله، بیا لس افغانۍ لا نه ورکوي.
ـ راګرځوم یې، خو هغه ډېر ښه سړی دی، ما څو واره لېدلی دی، جومات ته ځي، خدای ډېره دنیا ورکړې ده، سخي انسان دی، هر چا ته لاس نیسي. خو چې هر څنګه وي، زوی مې تر پخوا اوس ډېر بدل سوی. په حمام کې یې درې رکمه کریمونه دي، ویښتان غوړوي، سلماني ته هر جمعه روان وي. ټول هغه ګران بیه کالي اغوندي.
ـ بس دا دې ښه پرېکړه کړې، زوی دې ترې راوله. بیا به یې عزت داسې لېلام وي، چې تل به د بل تر لاس لاندې وي، نه به یې کسب زده وي، نه به یې څوک په کار کې ورسره کوي. هم به دی ښکته ګوري او هم به ته ورباندې شرمېږي.
ـ مکتب ما نه ورباندې ووایو، که یوار یې دغه سړی د ځان کړي، بیا خدای خبر چې ترې راوګرځي. اوس لا وخت سته، هغه مشر ته به بله خواري ورپیدا کړم، دی به له ځان سره پارکنیګ ته بیایم.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ