بندیزونه؛ پاکستاني درمل پرېمانه پیدا کېږي

کاکا مې د اعصابو درمل خوري، نو هر وار د درې میاشتو درمل ورته راوړو. هغه ورځ یې زنګ کړی و، چې دوا مې په خلاصېدو ده، که راتلې، چې هیره یې نه کړې.

زما رخصتي ته دوې ورځې پاته وې، خو د ګرمۍ له لاسه د نر زوی نسته چې مازیګر تر پنځو بجو دې وختي ښار ته ور ووځي. درمل یې بل ځای نه پیدا کېږي، یوازې په قدوسي درملتون کې وي، ځکه ما مخکې هم له هغه ځایه ورته را اخیستل. مګر نن لږ شکمن وم، ماول په دې بندو دروازو فکر نه کوم چې دوا دې پیدا سي.

قدوسي درمتلون نو په کندهار ښار کې نوم لري، له شهیدانو چوک څخه قبلې خوا ته، د خاد کوڅې په خوله کې دی.

ماښام اذان ته لا وخت پاته و، ورغلم. ګڼه ګوڼه بېخي زیاته وه، ورته وام دغه نسخه مې مخکې هم له تاسې وړې وه، که دغه درمل راکړې، ښه به وي.

درملتون والا وویل:

ـ هو، سته.

ـ نو پاکستاني درمل له کومه سو؟ پاکستاني درملو ته خو یې شپږ میاستې وخت ورکړی و، چې نور به یې پیر او پلور بندېږي.

ـ سته، بازار ورباندې ډک دی.

د هغه درمتلون والا ډېر تقوادار خلک دي، چې څنګه اذان وسي، نور درمتلون بندوي، خلک تر هغو منتظر وي، چې دوی له جوماته راځي. نو زما تر څنګ یو بل چاغ ځوان ولاړ و. په خامکو جوړ څادره یې د تندي خوله پاکه. روڼې یې را ته نیولې وې، وروسته را ته وايي، ته مازي خلک راغږوې نور دې بل کار نسته. د لمانځه وخت وګوره، ستا پوښتنې.

ـ یا ولې به یې غږوم، هسې پوښتنه مې وکړه.

ـ چا چې د دوا په راوړو او خرڅولو بندیز لګولی، هغه یې خپله راوړي، څوک چې د بندولو زور لري، د راوړلو او خرڅولو زور یې هم لري.

ـ دا اوس څه سره وایي، هغه خو یې بندوي، نو راوړي به یې ولې؟

ـ ګټه یې ده، ټول هغه خلک چې قدرت ولري، دولت کې زور ولري را وړلای یې سي. نوم یې د قاچاق دی، ډېر په اسانۍ یې راوړي.

ـ دا خو ښه کار نه دی، باید یا سم بند سي، یا یې ټولو ته اجازه ورکړي.

زما او پهلوان په خبرو کې د درملتون والا راولوېد، وې ویل: د هغو شرکتونو والا یې غرق کړل، چې د راوړلو توان یې نه لري، بازار یې ولاړ دی، د دوکانو کرایې ورباندې راځي، مصرفونه یې کېږي، خو درمل نه لري.

ـ دا بالکل ناځواني ده. داسې باید نه وای سوي، لږ لږ مې زړه ته لويږي، لویان چې یې بندوي، خلاصوي یې هم.

درمل مې را واخیستل، تر شهیدانو چوکه پورې پیاده راغلم، وروسته ټکسي ته وختم، اطاق ته راغلم.

یو کال کېږي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د بولدک او تورخم لارې تړل سوې دي، یوازې له پاکستانه کډوال ورباندې راتلای، نور د هر ډول ټرانزیټ پرمخ بندې دي. له درملو نیولې، تر هر ډول توکو پورې یې په وړلو او راوړلو بندیز دی. دې بندیزونو دواړوو غاړو ته عام خلک او سوداګر سخت زیانمن کړل. کار درېدلی او د شیانو نرخونه اسمان ته پورته شوي دي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000