مازیګر چې لا د لمر سترګه ولاړه وي، زه او د شنو چایو ترموز سره ملګري کېږو، کله په باغ کې د څالې پر بام کېنم، کله د کلي فوټبال ته ناست یم، کله نږدې غره ته ولاړسم، د غره له لمنې د خړو کورونو ننداره کوم. کله د مانده په پستو شګو کې پښې وغځوم.
پرون رشید له باغه راروان و، ورباندې غږ مې کړل، ماول بام ته را پورته شه، چای به وڅښې، ستړیا به دې هم کمه شي. نن یې تندی نیولی غوندې و، ورته وام، خیرت دی، توبیت دې سم نه دی.
ـ څه به درته ووایم، ستړی یم. مخکې به زوی راسره راتلی، اوس هغه هم له کاره ځان پټ کړي.
ـ څنګه پټېږي، خو چې ته ځې، دی هم درسره بیایه.
ـ چې راځم، په هغه وخت نه وي، کلي ته وتلی وي.
ـ نه، خو هر څه ښکاره ورته ووايه، هره ورځ به په کلي کې څه وکړي په باغ کې خو به له تا سره کومک وکړي.
ـ رښتیا درته وايم، زوی را باندې ګران و، خو ګرانښت اوس دې حالت ته رارسولی چې خبره مې نه مني، راګرځي هم نه.
غرمه چې له مکتبه راسي، د ماسپښین تر درېیو بجو ویده وي، مازیګر فوټبال ته ولاړ سي، بیا ماښام یوار کور ته ځان راښکاره کړي، بیرته ووځي. نور یې درک نه وي، چې ته له چا سره ګرځې، چېرته ځې؟ تر یوې دوو پورې ورک وي، ناوخته راغلی وي.
ـ نه، داسې مه کوه، ملګري یې وګوره د ناستې او ولاړې خلک یې معلوم که، دا چې تا پرې ایښی لا پسې خرابېږي.
ـ لومړیو کې له ټولګیوالو سره ګرځېدی، ما هم څه نه ورته ویل، بل په میاست کې به یوه مېلمستیا وه، غوږ مې نه پسې ایستی. کیسه کې یې نه وم، ماول ځواني ده، بل ښه دی لږ به یې پام غلط وي. له هماغه تګ وروسته یې اوس کیسه، دومره اوږده سوه چې له حده وتلې، ورته حیران یم.
یوه ورځ یې دا غټ ټیلفون په لاس کې و، ورته وام زویه ته خو کاروبار هم نه لرې، ما هم پیسې نه دي درکړې، دا موبایل چا درته اخیستی؟ ویل زما نه دی، له ملګري مې راوړی بیرته یې ورکوم. خیر څو ورځي وتلې، مور یې را ته ویل چې هغه ټیلفون یې ملګري ده ته ورکړی دی. ټیلفون مې ور مات کړ، خبرې مې هم نه ورسره کولې. مور یې مجبور کړم، پیسې مې له بل چا په قرض راواخیستې ټیلفون مې ورته واخیست.
ـ نه به دې ورته اخیستی. خبرې به دې ورسره کړې وې، ځینو ملګرو سره به دې کېنولی و، مشوره به مو ورکړې وه، پوه کړی به مو و چې دا ملګري دې د عزت لیلامولو ته ناست دي، پرمختګ ته نه. دا دې د سپین مخ او پاسته بدن تږي دي. که دوی ته دومره محترم یې، ستا د کورنۍ د نیستۍ غمه دې وکړي، کاټن کالي دې ستا پلار ته واخلي، د ماریکس د مخې په سیټ کې دې ستا پلار وګرځوي. خو دغسې نه کوي، هغوی یوازې تا غولوي، خطا کوي، په نشو دې اخته کوي، ستا له ناستې او ولاړې خوند اخلي، په ډېر ویاړ ستا له ګرځیدو خوند اخلي او خلکو ته دې د هلک په ډول ورپېژني.
ـ خطا سوم، اوس نه راګرځي.
ـ خیر ته یې سبا را وغواړه، مجلس به ورسره وکړو، زارۍ به ورته وکړو، که نه کېدو، حکومت خو شته ورباندې بندي به یې کړو چې څو له دې لارې نه وي راګرځېدلی، دغسې پرېښول یې ژوند تباه کوي. ما د چایو پیاله راډکوله چې ملا د ماښام اذان وکړ، دواړه مسجد ته روان سوو. رووف ناصري
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ