په ښوونځي کې زموږ د دیني ښوونې استاد ملا و، یوه ورځ موږ په ورین تندي نه ولید. ټول ځنې ویرېدو. تر نورو ښوونکو مشر و، هغوی یې هم درناوی کاوو. ټولو یې درس له بهانې پرته زده کاوو. وهل دې نو یاد شه، هر زده کوونکی چې به یې د سر تر ویښتو ونیو نیم ویښتان به یې ځنې وایستل. کنځاوې یې کولې، خو یو ښه خاصیت یې دا و چې خپګان او خوشحالي یې نه وه معلومه، چې هر څومره به درته خواشینی و، خو یو ساعت وروسته بیا هغه هر څه هیر و.
یو بل د فزیک استاد و، هغه ډېر لایق او مشر استاد و. نه یوازې په ساینس او ژبو پوهېدی؛ بلکې قرانکریم او دیني علوم یې هم په خپل وخت کې لوستي و او ښه استدلال یې ورباندې کاوو. دا ملا یې له نږدې دوستانو څخه و، هر وخت چې به مولوي زموږ په ټولګي کې و، د فزیک استاد به ورته ښه خبره نه کوله.
د فزیک له استاد څخه وپوښتل: تاسې ولې هر وخت مولوي صاحب ازاروئ؟ هغه خو ښه سړی دی.
ـ تاسې ته نه دی معلوم، د ده ښه سړيتوب ما ته ښه معلوم دی. ټول کلي او خلک په جنګ سره اخته کوي.
زموږ یو ټولګیوال چې لونګۍ به یې هم تړله، په مېز کې ودرېد، وې ویل:
ـ استاده مولوي صاحب هېڅکله داسې نه کوي، هغه ډېر ښه انسان دی.
ـ نه مې دې ویلي چې بد سړی دی، خو دغه کار یې چندان کار نه دی، مسلمانان ځنې په تکلیف دي. یوه ته یې خیر ور رسېږي، خو د بل بیا ټول کور په سر کې سره اچوي. دا خلکو ته داسې تعویذونه او کوډي ور کاږي چې یو له بل سره اخته شي یا یې ژوند خراب شي.
که د چا د بل دنیا نه لورېده، یا یې ښه زوی نه ورباندې لورېده، د پښتنو خو یو د بل په ګډ ژوند هم کینه راځي، نو دې مولوي ته ورځي او هغه داسې تعویذونه ورکاږي چې بیا نو څوک د پولۍ ټک ته کېنوي. زوی یې په بدو لارو ولاړ شي، د ځینو ګډ او د اتفاق ژوند ور خراب کړي. خو مولوي ته یوازې زیړه یا توره غوا راولي، کله ناکله ورته ډېرې پیسې ورکوي.
زه یې مېلمانه پېژنم ټول د لیري پرتو سیمو خلک ورته راځي. داسې وي لکه لوی کار چې یې کړی وي.
ـ نو دا مولوي صاحب څنګه کوي؟
ـ د کوډو او جادو علم مفت نه وي، دا ډېرې شپې او ورځي په خرابو ځایونو کې تیروي، بشپړ شیطاني حالت ته انسان اوښتی وي. نور د خدای له لارې لیري شوی وي. تر ډېره یې پیریان په اوده شوي وي. د هغوی په مرسته، د مسلمانانو تر منځ جنګونه پیدا کوي، یا هم کوم څه چې دی غواړي ورته حاضروي. په ژمي کې مېوې ورته پرتې وي، زامن او کورنۍ یې هر وخت کیسه کوي، چې دا کارونه دی هغه وخت کوي چې څوک تعویذ ته ورته راغلی وي، په دې چې د خلکو باور پر ځان ډېر کړي.
کله چې څوک په چا باندې کوډي وکاږي، هغه مقابل کس سخته په تاوان او تکلیفونو کې وي، بیا هغه هم راشي، چې له دې تکلیف او بد حالت څخه مې وباسه. هغه ته وایي چې خبر یم په تا چا کوډي کړې دي، دی یې له منځه وړي، خو مطلب شکرانه به ښه په پېخر باندې وي. کنه دا کار بیا یې نه کوي. ځکه وایم چې مولوي ښه سړی نه دی. الله تعالی دې د نېکو هدایت ورته وکړي، د مسلمان ځورول ډېر بد عمل دی، خدای چې پر ده باندې دغسې بد کارونه کوي، خو له خپلې لارې یې محروم کړی او په غلطه لار روان دی.
رووف ناصري
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ