زه ماما ته په ننګ کولو پسې ورغلی ولاړم. د انا کوټې ته ننوتم، هغې له بړستنې لاس راویست، سر یې وښواره چې ښه نه ده. د کړکۍ مخته کېناستم. وړې نجلۍ په پتناسه کې ترموز او پیالې راوړې. د چایو پیاله یې را ډکه کړه، ویل پلار مې اودس کړي راځي.
ماما راغی، له ستړې مه شي وروسته یې جانماز هوار کړ، مخامخ قبلې ته ودرېد، لاسونه یې غوږونو ته یووړل. له سلام ګرځولو وروسته را ته وویل:
ـ خوریيه خیرت دی؟ څنګه دې لار غلطه کړې، ته خو ډېر وخت ورک ورک یې.
ـ د ژوند مصروفیتونه دي، بس ښادۍ تر دې ځایه راوستلم. هغه کشر ته به واده راوړو، نو ماول تاسې باید ډېر وختي خبر کړم.
ـ خدای دې د خیر کړي، دا خو د خوشحالۍ خبره ده، حتما به درځو. خدای مو دې له نورو مصیبتونو ساتي. نو څنګه ترتیب مو ورته نیولی، څومره خلک مو راغوښتي دي؟
ـ هو، انشاالله خپل بندګي کوښښ مو کړی دی، هغه د کلي رواج به وکړو. ډېر خلک نه شته، خو دوستان ټول دي.
ـ بس دا دي ښه کار کړی، حالات ښه نه دي، باید هر څوک له خپلې کمبلې سره پښې وغوځوي. تر ځان دروند پیټی باید بار نه کړو.
زه او ماما سره غږېدو په دروازه کې یو ځوان پښه پسې څکوله په تلوار د سرای منځته راغی. یوه کوچني تر هغه مخکې منډې راوهلې، په د کوټې په دروازه کې ودرېد وې ویل:
ـ شاباران وایي چې موټر ژر راوباسه.
ماما حیران ور وکتل؛ خوریيه خدای دې خیر کړي، دغو ته څه ورپېښه ده. دوی کله زموږ کره راتلل!
زه او ماما له کوټې ور وواتو، شاباران په ګوډه پښه بیرته له سرایه و ووت. ماما مخکې، زه ورپسې وم، چې ورغلو د هغوی له کوره د ښځو او ماشومانو چغې راتلې. ماما موټر د کور مخته وروست. په دې وخت کې یې پلار هم راغی. دا زموږ د ماما تربور و. شنې سترګې، سره ږیره، په ونه جګ سړی له موټره په تلوار راښکته شو، مخامخ یې د سرای په دروازه ور منډه کړه، زه او ماما پسې ورغلو. د شاباران کشر ورور بالښته ته ډډه وهلې وه، تر خوله یې وینې روانې وې، په لاس کې نیولې توپانچه یې په نس ایښې وه. پلار توپانچه کړکۍ ته ځنې وغورځوله. تر زوی یې لاس لاندې کړ، د هغه له سره ماغزه پر بالښته پاته شول، د سر کوپړۍ یې دوه ځایه شوې وه. شاباران ته مې مخ وروګرځاوه، وای دومره وخت یې نه کېږي، اوس لا په سرای کې و چې ډز شو، راغلم. ده بیا ځان ویشتلی و.
پلار زوی د موټر په شا سیټ کې اوږد وغځاوه. په هغه کې دلته لا شی نه و، خو د پلار یې تسکین نه کېدی، د ولسوالي کلنیک ته یې موټر وځغلاوه.
زه کور ته راغلم، ټول واده مې له ذهنه ووت، ساعت وروسته د کلي په جومات کې اعلان وشو چې ځوانان دې هدیرې ته او سپینږیري دې د جنازې لمانځه ته ځانونه راورسوي.
هدیرې ته ولاړم، خلک خپه و، د هغه په ځواني او بېوسې یې ژړل.
د ماما مشر زوی مې ولید ځنې و مې پوښتل خیرت و، د سلام زوی ولې ځان وواژه؟
ـ ډېر وخت کېږي پلار یې جلا کړی دی، پلار یې ډېر ظالم دی، هر څه لري، خو هغه ته یې نه ورکول. د بېچاره نیستي بېخي ډېره وه، په یوه ګوله مړۍ پسې حیران و. بیا یې دوې ښځې هم درلودې. د ښځو ترمنځ به یې ټوله ورځ جنګونه وو. د مېرمنو بد چلند او نیستۍ بالاخره دې ته اړ کړ چې ځان له هر څه بېغمه کړي.
بالکل دا ډېره سخته ده، نیستي انسان هر څه ته مجبوروي، باید ژوند دومره تریخ نه شي، چې انسان ځانوژنې ته اړ کړي.
رووف ناصري
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ