د کابل اول روغتون او د ناروغ شکایت

اوښی مې د کابل په خوشحال مېنه کې اوسېږي. د شپې یوولس بجې مې خور زنګ وکړ، چې ایمل په کوڅه کې غلو په چاقو وهلی. ژر راشه! دولس بجې وې چې د کابل ایمرجنسي روغتون ته ورغلم، هلته یې د ننوتلو اجازه هېچاته نه ورکوله.

د روغتون د ICU څانګې شمېره مې پیدا کړه، اړیکه مې ورسره ونیوله، د ایمل نور څوک نه و، روغتون زه د پایواز په توګه ومنلم.

ډاکټرانو وویل: د ناروغ زړه دریدلی و، موږ PRP (د زړه مساج) ورته وکړه، خو د عملیاتو پر مهال یې بیا زړه ودرېد. ایمل د زړه په سر چاقو خوړلی و او سږی یې هم ژوبل و. هغوی زیاته کړه، له عملیاتو وروسته یې شاید د بدن کوم غړی هم فلج شي.

۲۱ورځې وروسته ایمرجنسي روغتون ځواب راکړ چې د دوی اړوند برخه کار یې خلاص شوی، اوس یې باید د اعصابو متخصص ته یووسم. روغتون د ایمل د سر وروستی عکس هم په فلش کې راکړی و، خو شخصي روغتون ناروغ غوښت، عکس یې نه کوت.

په ایمرجنسي کې د ایمل حالت ورځ تر بلې په ښه کېدو و، خو هغوی نور ناروغ راویست. امبولانس مې ونیو ایمل مې له ایمرجنسي څخه رفاه روغتون ته راووړ. هغوی چې ناروغ ولید ژر یې ICU ته انتقال کړ. سم دستي ورسره د رفاه روغتون د بستر او درملو حساب پیل شو، چې په هر۲۴ ساعته کې لس پنځلس زره افغانۍ غوښتې.

په رفاه کې د ډاکټرانو معاینات پیل شول، له یوې معاینې بلې ته، له بلې بلې ته، په داسې حال کې چې د ایمل ستونی یې خلاص کړی و او هلته یې د ساه اخیستلو لپاره فلټر ورته نصب کړی و، باید دومره ډېر نه وای ګرځول شوی، دوی هغه ور بدل کړ او د تغذیې پایپ یې هم ورته تېر کړ.

دوې اوونۍ وروسته د ایمل حالت دومره را سم شو لکه له ایمرجنسي چې مو راایستلی و، ویل دا د سینې پایپ بېرته ترې لرې کوو، په سبا داخله جراحي متخصص ډاکټر عیسی خان د ایمل له سینې پایپ وایست خو وضعیت یې بېرته خراب شو. دا پایپ یې یو ځل ورته بدل کړی هم و، ځکه ترې کوږ شوی و.

درې اوونۍ وروسته مو له رفاه روغتون څخه په دې خاطر رخصت کړ چې دوی د سینې قفس جراح نه لري او د دې دا دومره کار یې هم په عمومي جراحي باندې کړی دی. اوس باید امیري روغتون ته تللي وای ځکه هلته د سینې د قفس جراح  شته.

په دې ورځ چې راوتلم د ولي خان زوی موټر ټکر کړی و، هغه یې هم راوړی و. غوښتل مې د روغتون حال ورسره شریک کړم خو ده راته وویل چې د روغتون مرستیال یې د کاکا زوی دی، بېرته مې خبره واخیسته څه مې نه ورته وویل.

رفاه روغتون ته مې په حساب دوه لکه افغانۍ ورکړې، ایمل مې په بد وضعیت کې ترې راویست. امیري روغتون کې چې ډاکټرانو څنګه وکوت بیا یې هم ICU ته یووړ ویل تر ټولو په قیمتي روغتون کې و، مګر بیا یې هم وضعیت خراب دی.

د امیري روغتون ډاکټرانو خپل وس وکړ مګر کار تر هغې ډېر خراب و، چې موږ تصور کاوو. په دې ورځو کې مې غوښتل د کابل تر ټولو لویو متخصصو ډاکټرانو سره وګورم، د ناروغ حال ورسره شریک کړم او د درمنلې یوه چاره یې وکړم، مګر لکه د وزیر ملاقات چې به مو غوښت یو هم په اسانۍ نه پیدا کېدی.

په امیري روغتون کې تر یوې اوونۍ وروسته ۲۵ کلن ایمل په بیستر کې شهید شو. سبا مې د ولي خان د زوی د مرګ خبر هم په فېسبوک کې ولوست. د ایمل فاتحه د خوشحال مېنې په یوه جومات کې وه، چې هلته ولاړم دوه فاتحې په یوه ورځ نیول شوې وې، و مې کتل بله فاتحه د هغه ځوان وه چې د ایمل سره څنګ په څنګ د رفاه روغتون په ICU کې بستر و.

رووف ناصري

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000