ناروا شیان مه ګورئ

یوه ورځ مازیګر لا لمر هسک ولاړ و په کلي کې د ټوپک دوې درې ډزې وشوې. د جومات تر مخ ناستو کلیوالو منډه که، څه ځای مخکې تر ویشتل شوي کس څو ځوانان راګرځېدلي وو.  هډور سپین‌ږیري یې نبض وکوت، وای په بې‌چاره کې هېڅ شی لا نشته.

دوکاندار کیسه کوله چې حبیب تازه له بازاره راغی. کور ته لا نه و تللی، دوه ‌مول وهلي په موټرسایکل ورته ودرېدل. له حبیبه یې تیلفون واخیست، ویل یې څو واره مو خبر درکړی چې دا د کافرانو فعلونه مه کړئ، په دې کې ناروا شیان مه ګورئ. حبیب زارۍ ورته کولې، خو هغوی ځینې روان سو چې لږ مخکې ولاړل په موټرسایکل شاته ناست کس، ټوپک ورته ونیو څو ډزه یې وویشت ترې روان شو.

کلیوالو په سبا د حبیب جسد د اعتراض په ډول د طالب مسوولینو ځای ته یووړ، خو هغوی یاد وسله‌وال غله او نامعلومه کسان یاد کړل چې څارنه یې کوو او له نیولو وروسته به یې په سزا رسو.

کلونه تیر شول د حبیب قاتل معلوم نه شو، د هغه ځوانه مېرمن له خپلو دوو زامنو او یوې لور سره د ژوند سختۍ وګاللې. زرمینې په ښایست او انسانیت کې نوم درلود، زرمینه اوس یوازې مور نه وه، د اولادونو ساتنه او پالنه یې دواړه کول. په ډېرو مجبوریتونو یې په زوی ښوونځی او پوهنتون ولوستل. د هغې نجیب اوس د دې د هیلو پوره کوونکی و. پښتانه متل کړي چې “باغ پوخ شي، باغوان کوږ شي.” زرمینه سختیو دومره وځوروله چې اوس له درمل خوړولو پرته ارام نه لري. یوه ورځ دردونو سخته په تکلیف که، د ولسوالي ډاکتر ورته ویلي و چې کابل ته یې یووسئ، سمه دوا ورباندې وکړئ.

په سبا یې ورور او زوی کابل ته راوړه له معایناتو وروسته معلومه شوه چې زرمینه د هډوکي سرطان لري. ډاکټر دوا ورکړه، چې څه وخت به یې دردونه ارام وي او نوره یې دلته درملنه نه کېږي. زرمینې خپل حالت درک کړ، هوښیاره وه داسې وه لکه ډاکټر چې ورته ویلي وي. نجیب یې راوغوښت ویل زویه اوس لا زه ژوندۍ یم، واده به کوې، هسې نه ستا تر واده مخکې مړه شم او اینګور و نه وینم. نجیب سخت خپه و، یو خوا یتیم والي ځوراوه، بل تر پلار راوروسته یې ټوله تکیه په مور وه؛ مګر هغې هم لاره بېلوله، په دې چې د ناروغۍ درملنه یې اسانه نه وه او بهر ته د وړلو توان یې نه درلود. واده یې هیر و، مګر د مور وروستي ارمان چې ګواکي اینګور به ویني، په سوچونو کې ډوب کړی و.

په سبا یې له ماماخېلو سره یې مشوره وکړه او د واده چمتوالی یې برابر کړ. د مور د خوښۍ لپاره یې واده هم وکړ، څه وخت وروسته زرمینه هم د حبیب همیشنۍ ملګرې شوه او د اجل داعیې ته یې لبیک ووایو، مړه شوه.

نجیب ته د کورنۍ سرپرستي له نهم ټولګي ور پاته وه، اوس یې نو بېخې د اوږو بار اضافه شو. مګر خدای یې ساتنه وکه، زحمت یې و ایست او له ټولو تکلیفونو سره سره اوس له یو شخصي شرکت سره دنده لري؛ د مېرمنې، خورکۍ او یتیم ورورک پالنه کوي. زه یې کله کله وینم، له ژونده راضي دی، خو د پلار ظالمانه وژنه یې په ذهن کې لکه توږل شوی عکس پاته دی، د مورکۍ زګیروی یې نه هیرېږي او تل یې یادوي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000