مازیګر ملاصاحب څو دیني لارښوونې وکړې، عذابونه یې بیان کړل؛ ویل د بل حق مه خورئ، د خوار غریب لاسنیوی مه هیروئ، الله(ج) رحمان او رحیم ذات دی، مګر د بنده تر حق نه تیرېږي او عذاب به یې په دواړو دنیاوو کې وینئ. دعا یې وکړه، ووت.
تر څنګ مې دوست محمد ناست دی، وای ښه به یې په ومني.
ـ وام دوست محمده منل او نه منل خو د هر چا خپل کار دی، ملاصاحب خو خپل حق ادا کړ، په هر څه یې خبر کړو.
ـ ګوره کلیواله دلته چې هر څوک ځان بزرګ بزرګ کوي، تر ټولو په غټه ناروا اخته دي.
ـ بیا څه ټکه رالوېدلې؟ ستا خو تر ځان نورو ته ډېر ور پام وي.
ـ زموږ غریبو څه په وس دي، ناروا خو هغوی کوي چې توان یې لري. دغه غټان د نورو لاسنیوی لا موږ ته نه راپرېږدي، خپله خو یې تر ننه یو کاسه اوړه په کورانکه راوړي وي.
ـ ولې څنګه یې مخه نیسي!؟
ـ وروره د موسیسې کارتونه جمعه ګل راوړي، بیا یې کلیوالو ته ورکوي. جومات غټ دی، کارتونه کم وي، غواړي یې ټول. ابله ورځ ملاصاحب هم ورته وویل چې دا فقط دې څو تنو ته ورکوئ، هغوی یې مستحق دي، ستاسې خو ګذاره کېږي.
ـ نو دوی یې څه کوي، خو هغه دی ټیلران یې ګرځي.
ـ دغه تر ټولو ډېرې زارۍ کړي، دې موسیسې وال مېلمانه کړي، هغه کارتونه ورکړي، غریبان یې یو مخ دې ځانو بندهګان ګرځولي دي. دې مامدعثمان یتمان خو پېژنې!؟
ـ هو، خود یې پېژنم شناخته خلک دي.
ـ ښځه یې ځوانه ده، په کور کې نور څوک نه لري، څو واره یې کارت ورکړ، خلکو هم دعاوې ورته کولې، ابله ورځ یې نوم راووت!
ـ څنګه؟
ـ دا خبرې نو دې بشیر په دوکان کې دې مامد عثمان همسایه وکړې، دې هغه ښځې دا صحنه په خپلو سترګو لیدلې وه.
ـ یاره داسې به نه وي، دا خو ډېر ظلم دی.
ـ هغه ویل چې جمعه ګل ورته ویلي و، چې په کارت پسې نور زموږ کره مه راځه، زه یې درلېږم. بله ورځ ماښام ناوخته ورغلی دی. دروازه یې ټکولې، هغې چې ځنګه دروازه خلاصه کړې وه، جمعه ګل په غېږ کې نیولې وه، خو ښځې په زور ځان خلاص کړی، نارې یې وهلې، جمعه ګل پښو ته ورلوېدلی چې خدای و قران د دواړو رنګ بدېږي، کارت دې په ما، بیا به دې خوا ته ولا نه ګورم. په منډه ترې تللی.
ـ نو بیا ښځې هېچا ته نه وویل؟
ـ ښځه د خپلې رنګ بدۍ او مجبوریت له مخې غږ نه لري. مګر په جومات کې ټول د جمعه ګل صفتونه کړي، خبرې ته یې غوږ نیسې، په ستن، واده او خیرات کې له ده مشوره اخلي.
ـ ولا زړه مې ورباندې بد سو او جمعه ګل ته رښتیا هم ټول غوږ نیسي، په هره مېلستیا کې هم وي. نو کونډه خو دې مېړه وکړي، ځوانه ده.
ـ لېورونه یې ټول مشران دي، یوه یوه ښځه لري. دوی ورته وای یا به په موږ کې یو مېړه کوې، یا به له خپلو اولادونو سره کېنې. وروڼو یې تر اوسه څه نه دي ویلي، وروره تیاره بدي ده چې څوک یې کوي.
ـ بدي ولې ده؟ د کونډې خپل حق دی، تر څو به دغسې ناسته وي، ښه دی چې عزت یې….ما لا خبره نه وه بشپړه کړې چې ملاصاحب راننوت د ماښام لمانځه ته ولاړ سوو.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ