که یو عمل ترسره کېږي، هغه ورسره په ورته مهال عکس العمل هم لري. یا که د پښتو متل ووایو چې څه کرې هغه به ریبې؛ ټول یو مفهوم وړاندې کوي.
که څوک په ټولنیز ژوند کې په معاملاتو او کړنو کې هر ډول چلند وکړي، هغسې به ورسره کېږي. که یو څوک پاکه او ښه معامله کوي، کار یې مخته ځي او خپل وروستي هدف ته ژر رسېږي. که له چا سره ښه رویه، نېک اخلاق وکړو، ورته چلند او اخلاق به له مقابل لوري هم ووینو. که بد کوو، بد به وینو.
زه له شمس سره ډېره ناسته ولاړه لرم، مجلس او خبرې مو نه خلاصېږي. له مازیګره تر ماخستن پورې په دوکان کې ورسره ناست یم. هغه په راکړه ورکړه کې بې پروا دی، د ترازو او حساب خاص پروا نه لري. حال دا چې باید انصاف وشي. یوه ورځ مې ورته کړه چې ملګريه احتیاط کوه، اوس خو دې څه له پلاره پاته او څه دې خپل زحمت ایستلی؛ مګر که دغسې روان وې، اخیر به د ملنګۍ کچکول په غاړه کړې.
کله دې کاڼی کم کړی وي، کله مې در پام سي، د نغدو او پور مشتریانو ته دوه جلا جلا نرخونه ورکوې. په دې خو دې غاړې بندېږي، ګناه لري. که یو څوک شی یووسي او خوښ یې نشي، بیرته یې راوړي ته یې نه ځنې کوې او په ترخه لهجه یې ځوابوې. ته فکر کوې چې خلک واښه خوري، په هر څه پوهېږي. مجبوره دي، نه نږدې بل دوکان شته او نه څوک دومره قرض ورکوي.
شمس ډېر وخت ځان نه پوه کاوو، دوکان کې یې ګټه وه، خو همغه کیسه وه چې ما مخکې یاده کړه. پیسې یې زیاتې شوې، کله به یې یو رکم موټر اخیستی و، کله بل رکم. په غریبو یې بریک نه نیوی. دوستان او خواخوږي یې هیر کړي و، د دنیا په نشه کې داسې ډوب و چې هېڅ یې سر نه شو ځنې پورته کولی.
وختونه تیر شو، مګر د شمس د پیسو نتیجه خاص نه معلومېده، نه یې پرمختګ و، نه هوسایي. نه یې کوم غټ کور پکښې جوړ کړ او نه یې ځمکه ورباندې واخیسته چې په راتلونکې کې ترې استفاده وکړي. یو د موټرونو اخیستل او خرڅول نو نه کریابېدل.
شمس کبر او ډېرو پیسو په ځمکه وویشت، هر څه په ډېر کم وخت کې بیرته ختم شو؛ سودا یې نه کېده، قرض خلکو نه ورکول، د موټرونو په خرڅلاوو او اخیستو کې تاواني شو، دوکان یې په نیمایي ودرېد. اولادونه یې غټان شوي، کور یې د پخوا په رکم، اوس په کمو پیسو ګذاره نه کوله. هر چا فرمایش درلود، پیسې یې غوښتې، خو چې ورته و به نه رسيدې، له لارې به ووت.
پلار یې د اولادونو دې چلند سخته ستړی کړی و، خو هغوی یې پروا نه ساتله. څه موده وروسته دوکان دومره و، چې فقط خلاص و، سودا او راکړه ورکړه په صفر کې ضرب شوه. شمس به په قرضونو پسې وتلی و، چا به څه پیسې ورکړې، څوک به پېښمانه و، څوک به له وطنه تللي وو. د ده بېانصافي د خلکو نه وه هیره، ځکه یې په دغسې بې وسه ورځ خوشحاله وو. شمس له کلي ګډه بار کړه، هر څه یې خرڅ کړل، په بازار کې یې زامنو ته په لاسي ګاډۍ کې سودا ور برابره که او ورځنی ژوند یې ورباندې روان کړی دی.
هغه اوس د عصابو ګولۍ خوري، له هغوی پرته یې ورځ او شپه ناارامه وي. اولادونه یې غوږ نه ورته نیسي، مېرمن یې د پخوا په رکم ښه ګذاره نه ورسره کوي. بې چاره د بل د لاس کتو دی، تمه یې نورو ته وي او هغوی دغسې چلند ورسره کوي، څنګه چې ده له خلکو سره کړی و.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ