زه کوچنی وم، مور مې په اولاد ناروغه وه، مړ ماشوم یې پیدا شو، یو ساعت وروسته دې هم له سختو دردونو او چیغو وروسته ساه ورکړه. نه ډاکټر و، نه روغتون. نه یې چا د دوا غم خوړ، نه خاوند له شرمه ورته راتلی. نه خسر دا احساس درلود چې ينګور یې اولاد لري او باید تر ډاکټره یې یووسي.
د درېیو اولادونو مور تازه پور پرې کړ او هغې دنیا ته ولاړه. د هغې کال لا نه و، پوره شوی چې پلار زموږ د روزنې او پالنې لپاره بله پېغله وکړه.
پلار مې له ملکي سره سره د کاریز مسوولیت هم درلود. کاریګر او سرکاریګر د ده په لاس و. کور ته به ډېر خلک تلل راتلل. دومره به مصروفه و چې موږ یې پاکې او ستوره جامې نه ولیدې، ستړی به و او زموږ لپاره به یې ډوډۍ پیدا کوله. کال وروسته یې د دویمې ناوې ولور هم پرې کړ، ناوې یې راوړه او زموږ د پالنې بله مور پیدا شوه. درې میاشتې وروسته ولسوالي ته په لاره، موټر وواهه او ځای په ځای شهید شو.
دا وار نو داسې یتمان شو چې هېڅوک مو هم نه لرل. نه اصلي مور او نه هم اصل پلار؛ نوې مور حیرانه له خاونده ورپاته اولادونو ته کېناسته.
د کور مسولیت زما د مشر ورور و. شپني یې کوله او د کلي رمه یې څروله. خور مهربانه وه، خو نوې مور تر هغې لا مهربانه وه.
دا ناوې کېناسته، موږ یې وپاللو، وې روزلو او داسې مینه یې راکړه لکه دا چې مو اصلي مور وي. نه یې مهربانې کمه وه او نه یې رټل له هغې جلا و. خور واده شوه، ما او ورور ودونه وکړل.
د مشر ورور خدای سته له مور سره په څه ورانه شوه، نه هغې ښه باله، تل یې ګیلې ځنې کولې او نه ده د مور په سترګه ورته کتل. تل یې رټله، تهدیدوله یې. نه یې څه ورکول او نه یې خاص پوښتنه ورباندې کوله.
په موږ ډېر عمر تیر شو، اولادونه مو درلودو، خو هغې نه کومه هیله وکړه او نه یې په اړه څه وویل شول. دا د دې خپله مېړانه وه. زما خو دغسې نه وه خوښه چې دا دې ټول عمر بې خاونده زموږ لپاره تور ویښته سپین کړي.
دا هم یوه انسانه وه، باید داسې څوک یې درلودای چې دا ورسره یوازې شوې وای، زړه یې ورته تش کړې وای، د ځوانۍ هوس او د نېکمرغۍ هغه شېبې چې یوه مېرمن یې د خپل اولاد کېدو لري، باید لیدلې وای. مګر د ژوند تر پایه هغسې نه وشوه. دې کونډې حق درلود واده وکړي، خو ولې یې نه وکړ، ځکه چې بیا به نورو پښتنو څه ویل، ځکه چې د وروڼو او پلار شمله یې ټیټېدله.
که یې کاوو هم، د دې به خپل حق نه و. نږدې د خاوند په خپلوانو کې به یې څوک کول، ځکه له هغوی پرته له بل چا سره واده کول، شرم و او دا بې حیا بلل کېدله.
بدن یې پاړسوب وکړ، له لینګو دومره په تکلیف وه چې نور یې د تګ او ولاړېدو توان نه و. یوه شپه ناوخته د عصبي فشار له پورته کېدو یې د تندي رګ پرې شو. شپیته کلنه بې اولاده مېرمن د دردونو دغه شپه، ګور ته یووړه. نوره د دې نړۍ له انساني ټولنې وکوچیده او د رب داعیي ته یې لبیک ووایو، له زرګونو هیلو او ارمانونو سره د تل لپاره ولاړه.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ