د روغتونونو مشران بې‌سواده دي

د اختر په درېیمه مې کلیوال ملګري مېلمانه وو. زما په ملګرو کې به کم داسې پیدا کېږي چې پوهنتون دې نه وي ویلی، اکثره یې لېسانس دي، یو نیم پکې ماسټري هم کړې ده. نو له عنایت سره یې اوښی هم راغلی و. هغه اصل د پکتیا و، طب یې په پاکستان کې ویلی و، تخصص یې د کندهار په میرویس روغتون کې کړی و. اوس په کندهار کې نوم لري، ډېر روغتونونه یې ورغواړي. هغه مېلمه و، ټولو ملګرو هغه ته غوږ نیولی و. هغه کیسه کوله:

عام خلک نه دي ملامت چې هره ورځ شکایتونه کوي چې په پلاني روغتون کې یې وشکولم، پلاني ډاکټر اووه یا اته زره افغانۍ را څخه واخیستې، ناروغ مې ډېرو روغتونونو ته یووړ خو هېڅ دوا یې پیدا نه شوه.

زه به د کندهار په باره کې درته وغږېږم ځکه ما هلته کار کړی او بدبختۍ یې رامعلومېږي. د کندهار اکثره خلک نالوستي او بې سواده دي، خو پیسې لري، چې پیسې پیدا کړي، کاروبار ورباندې شروع کړي. دا کوم روغتونونه چې په کندهار کې جوړ سوي، دا یې نوي سلنه د بې‌سوادو او پیسه‌دارو لخوا اداره کېږي. روغتون جوړ کړي، واک یې له ده سره وي، اداري چارو ته په اته یا لس زره افغانۍ اداري مدیر ونیسي. نور یې نه اصول ور معلومېږي، له کاریګره تر ډاکټره ټول ورته یو رکم دي، په روغتون کې یوازې هغه خلک ورسره چلیدای سي چې ده ته یې ګټه رسېږي او د ده خبرې ته غوږ نیسي. نور نه لیاقت سته، نه بدلون سته، نه خیر غوښتل سته، نه زړه سوی.

هر مازیګر چې پیسې ټولوي؛ که په کومه ورځ چې پیسې ډېرې وي، توبیت یې سم وي، مګر په کومه ورځ چې پیسې کمې وې، دستي پوښتنه کوي، چې کوم ډاکټر نوکریوال و، ولې یې سودا کمه کړې ده. موږ هم حیران یوو چې خدای نو اوس موږ د لارې له سره ناروغان نه سو راګرځولای. له هغه ماسېوا نو هر وخت خو داسې ناروغ نه وي چې عملیات دي ولري، یا دې لویه ناروغي ولري چې معاینات یا ایکسري دې ورته وکړو، یا دې د درملو پلنډې ور په شاه کړو.

یو یو نیم یې داسې ډاکټران نیولي چې مازي زده‌کړې ته راځي، فقط د پیسو دخل یې په نظر کې وي چې په څه رکم رییس خوشحاله کړي او دی همدلته پاته سي. زه چې ایکسري، معایناتو یا اضافه درملو ته اړتیا نه وي، نه یې ورته لیکم. څو واره یې په میټینګ کې را ته ویلي دي چې ډاکټر صاحب موږ د دې ځای زرګونه ډالر کرایه ورکوو، کارکوونکي مې معاش غواړي، نور زیات مصارف دي، لږ دې په نسخه کې لاس وهه. ما به ده ته هو یادول خو وجدان مې نه منله، چې داسې دې وکړم چې ناروغ دې وشکوم. څه ته یې چې اړتیا وي، د رییس له ویلو پرته مې هم ورته لیکلي، خو بې اړتیا یې نه شم ورته لیکلای.

کله کله نرسان را ته وایي چې ستا ناروغان بې معایناتو او سیرومانو ښه کېږي، خو د هغه نورو ډاکټرانو وال په هغه ورځ ښه وي؛ څو ورځي وروسته د ناروغ همغه زوړ حال وي، په شکایت راروان وي. نو ماول معاینات د ناروغۍ د تشخیص لپاره کېږي، ځینې نښې په ښکاره ناروغي معلوموي، هېڅ اړتیا نشته چې معاینات دې وشي. ستنې خو هغه ناروغ ته لګېږي چې یو مخ یې حالت خراب وي، دوی خو یې هر وخت ورته لګوي.

ډاکټر لا غږېدی کوچني ورور مې چلمچي ورته کېښوده، هغه لاس پرېمنځل، یو بل ورور مې سترخوان خپور کړ، په دهلیز کې یې نور لوښي تیار راوړي وو، مجلس مات سو، ټولو مړۍ شروع کړه.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000