غلاوې پخوانۍ دي، یوازې څېرې بدلې دي

د جون او جولای ګرمۍ په کندهار کې کابو اور بلوي. په دې هوا کې د ارغنداب له تورو توتانو سره یخې شلومبي بل رکم خوند کړي. د جمعې په غرمه تر سر بنده ولاړو، لمر سوځونکی و، دهلې ته مې زړه ښه نه کړ، دغسې لنډ مې موټر راوګرځوی، له سربنده د ارغنداب خوا ته د انارو یوه شنه باغ ته نږدې مې لوکسل بریک کړ. دوه د کور هلکان وو، نور مې ملګري وو. نږدې مو په یوه باغ کې فرش هوار کړ، جمیل، کامل، شبیر او خان محمد لډو ته کېناستل. عبدالولي په دیګ اخته سو، ما ترکاري او شلومبي جوړولې.

تر ښار بیا دغه شین ګیاه ډېر خوند کړي، نه غوماسي وي او نه ګرمۍ هسې خولې لګوي. بس ټول سره بوخت و، نرمه د عبیدالله جان غزله چالانده وه. په دا منځ کې به د لډو د هلکانو یوار سره نارې سوې، بیا بیرته جنجال کرار سو.

زموږ مالي جمیل دی، خو سخته هیرجن دی، مالګه یې بېخي راوړې نه وه. دوکان نه ښکارېدی، خو د اوبو په هغه بله غاړه، نورو میله یانو ته ورغلم، مالګه مې ځنې راوړه. عبدالولي ته وام، دا خو ستاسې وال و، اتي اتي یې ویل، ټول کوچیان  دي.

عبدالولي مالګه ور واخیسته، وې ویل:

ـ خسروه موږ ټول کوچیان نه یوو. کوچیان هغه څوک دي، چې په کېږدیو کې ژوند کوي. ژمی یې دلته په کندهار کې وي او دوبی زموږ سیمو ته راځي. موږ خو کورونه لرو، دایمي په یوه ځای اوسېږو. مګر تاسې موږ ټول کوچیان یادوئ.

ـ ښاا، نو خو ستاسې او د هغو د خبرو فرق نه کېږي.

ـ رښتیا هم خبرې مو سره یو رکم دي، خو موږ کوچیان نه یوو. بل زه خو دادی پنځلس کاله کېږي، ستاسې ګرمۍ ته اړم یم، دلې اوسېږم.

مېلمه و، ماول خوابدی نه شي، باره مې بحث بدل کړ سي عبدالولي ته د جمهوریت او طالبانو فرق راوښیه، څه تغیر راغلی دی.

ـ یاره څه به ووایم. زه خو چې ورته ګورم فقط اسېوان بدل سوی، ژرنده همغه ژرنده ده. جامو او څېرو تغیر کړی، عملونه او کړنې یې همغه پخوانۍ دي.

ـ څنګه لږ یې راواضح کړه، پخوا بد حال و، اوس خو خیروخیرت دی.

ـ پخوا هم غلاوې کېدې، اوس هم غلاوې دي. هر چارواکی له خپل موقف څخه په استفادې له شي مخ نه ګرځوي چې په لاس ورځي، ګونډه کوي یې. په جمهوریت کې زموږ د ولسوالي قوماندان و، په څه تکلیف له وطنه ووت، بله ورځ یې په فېسبوک کې د موټرو د شورم اعلان ورکړی و. یعنې د ولسوالي عادي قوماندان دومره غلا کړې وه، چې په دوبۍ کې یې د موټرو شورم ورباندې راایستلی، نو د لویو چارواکو به څه حال و.

په اوسني نظام کې د زابل د نوبهار ولسوالي یو چارواکی، د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو مرستیال دی نوره پانګه به یې ښایي وي، یا نه؛ خو هلته په ولسوالي کې یې درې ځایه شاوخوا ۲۰۰جریبه ځمکه اخیستې؛ له همدې ۲۰۰ نه ۱۵۰ جریبه ځمکه د ژورو څاګانو په مرسته اوبوي، دوه د چرګوړو فارمونه لري، هملته یې دوو تنو ته دوه-دوه سوه پسونه هم اخیستي، هغوی ته خپل معاش ورکوي او رمي څروي. بله مې لا دا هم اورېدلې چې دوه-درې انجوګانې یې هم جوړې کړې دي او له هماغه خپل موقف نه په استفادې ورته بېلابېلې پروژې اخلي.

نو لهذا یوازې څېرې، رنګونه او موډونه بدل شوي؛ رشوت او غلاوې هماغه پخوانۍ دي چې مخکې هم خلکو یادولې.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000