د ځدراڼو د څېړیو ورور راولوېد
لکه دنګ نښتر د باد په شور راولوېد (لېوال)
زما نېکه دې خدای غرق رحمت وګرځوي، له راډیو سره یې جوړه وه، د خبرو پر مهال به د نر زوی نه و چې په کوټه کې دې چا کومه خبره کړې وای. ټول به یو غوږ ناست و، خو تر موږ د بابا توجه ډېره وه. کله ناکله به د کرکیټ لوبې خبرې کېدې او د لوبغاړو نومونه یادېدل.
له کرکیټ لوبې سره په تازه اشنايي کې ما په توپ اچونکو کې د شاپور ځدراڼ نوم ډېر اورېد، هغه د افغانستان له لومړنیو چټکو بالرانو څخه و. په چپ لاس یې تر نورو توپ اچونکو چټکه توپ اچونه کوله. همدارنګه یې د دنګې ځوانۍ او اوږدو څڼو خبره هم کېدله.
کلونه وروسته مې د تلویزون په پرده ولید؛ نه یې د قامت حساب کېدی، نه یې د زلفو مثال و او نه د ښایست. لېوال صاحب چې نښتر یادوي هغومره یې قد لوړ و، خو د ژوند پاڼه یې بې وخته ورژېده.
د لوګر دغه څڼیور ځوان اصلاً د کډوالۍ په دیار کې کرکیټ ته مخه کړه. په دومره بېوسۍ او بې کسۍ کې یې کرکیټ شروع کړ چې هېڅ تصور یې نه کېږي. کریم خان صادق وایي، چې هر وخت به یې پښې او څنګلې په وینو سرې وې، خو پروا یې نه ورته کوله.
په ۲۰۰۲م کال کې د افغانستان د کرکیټ له کاروان سره ملګری شو؛ دوی په سپېرو خاورینو میدانونو ولوبېدل، لوږې، تندې یې تیرې کړې او د افغانستان د کرکیټ اساس یې کېښود. د پخې ارادې، دغه دنګ ژڼی د وطن لپاره ډېر ولوبېدی او بالاخره یې په ۲۰۰۹ کال کې لومړۍ نړیواله لوبه وکړه.
نن سبا د شاپور ډېرې ویډیوګانې په خواله رسنیو د هغه مینهوال شریکوي. په یوه ویډیو کې شاپور ځدراڼ د یوې شخصي اکاډمۍ لوبغاړو ته وایي: که غواړئ، چټکه توپ اچونه وکړئ یا غواړئ چټک توپ اچونکي شئ، نو له ځانه به بدماش جوړوئ، یعنې په ځان به بشپړ باور لرئ، ځواکمن به یاست او له هېڅ لوبغاړي به نه ویرېږئ.
پخواني لوبډلمشر رییس احمدزي رسنیو ته وویل:”شاپور به د ملګرو او لوبغاړو په منځ کې تل خندان و. د شاپور ښه والی همدا و چې ډېر د ملګرتیا او انډیوالۍ سړی و. مست ټوکي او خندانه انسان و.”
همدارنګه یې اټن یوه بله خوږه او پښتني عنعنه وه چې درلوده یې. د هر ملګري په ښادۍ کې به د اتڼ په سر کې و.
د افغانستان د کرکیټ لپاره ډېر ویاړونه لري؛ خو په ۲۰۱۵ کې یې د سکاټلند پر وړاندې بریا د هر افغان په یاد ده. په دې لوبه کې شاپور ځدراڼ څلور ویکټې تر لاسه کړې او همدارنګه یې په توپوهنه کې هم توپان وکړ. ټول لوبغاړي سوځېدلي و، وروستۍ ویکټه وه. په شپږو توپونو یوازې پنځه منډې پاته وې، خو افغانستان تمه یوازې حمید حسن او شاپور ځدراڼ ته وه، ځکه هغه وخت په ویشتن ځای دوی دوه وو. حمید حسن په لومړي توپ یوه منډه وکړه، په دویم توپ نږدې و چې شاپور رناوټ شي؛ خو ځان یې ځای ته ورساوو. په درېیم توپ یې څلوریزه ووهله او افغانستان ته یې لومړۍ بریا راوړه.
شاپور د هند پلازمینې ډیلي په یوه روغتون کې له شاوخوا پنځه میاشتو راهیسې د ناروغۍ پر بیستر پروت و. بالاخره یې په ۳۸ کلنۍ کې ساه ورکړه. په چهارشنبه یې جنازه کابل هوایي ډګر ته راوړل شوه، پنجشنبه یې د کابل په عیدګام جومات کې زرګونو افغانانو او د کرکیټ لوبغاړو د جنازې لمونځ ادا او په نادرخان تپه کې یې خاورو ته وسپاری.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ