جانباز ته له لسو کلونو وروسته خدای زوی ورکړ، هغه یې ارمان درلود. دی له موږ سره په رنګریزانو کوڅه کې د زنانه جامو او ټوکرانو دوکان لري. زما او یو بل ملګري سره یې وعده کړې وه، چې انار هوټل ته مو بیایم. انار د کندهار ښار په شهرنو سیمه کې مشهور هوټل دی، تر نورو یې د خوراک نرخونه ګرانه دي، مګر په ډوډۍ کې نو ساری نه لري.
ماښام یې په ما پسې چوڼۍ ته موټر راوست، یو بل ملګری هم ورسره و، هوټل ته چې تللو څلور کسان وو. د هوټل کارکوونکو تورې دریشي په تن وې، وړې مخابرې یې په لاسونو کې نیولې وې؛ مېزونه، کټونه او لوښي ډېر پاک وو. مینو یې د مېز پر سر ایښې وه، د ټولو رایه په څلور نفري پلېټر وشوه، جانباز کارکوونکی راوغوښت، د پلېټر یې ورته وویل، یو ساعت وروسته یې راوړ.
په دې وخت کې جانباز ټول سره معرفي کړو؛ په موږ کې یو د ښوونځي ښوونکی و. ویل سهار شخصي او ماسپښین دولتي ښوونځي ته ځم.
پوښتنه مې ځنې وکړه، ماول استاده په ښوونځیو کې څه حال دی؟
استاد: حال یې مه غواړه. په دولتي ښوونځي کې یوازې په حاضري، لنګوټه او ږیرو ټينګار دی؛ د درس پوښتنه په دا کال هم چا نه ده کړې. زدهکوونکو سره ټوله ورځ په سپینو او شنو کالیو جنجال وي، هغوی یې توان نه لري، اداره وای د نظم له خاطره یې باید واغوندۍ. ویښتان ور کموي، که چا ږیره کمه کړې وه، غیرحاضروي یې. استادانو ته هم د ږیري او لنګوټې زیات وایي، خو د درس نظارت تر اوسه نه دی شوی.
ډېر هلکان په ټولګیو کې ګیمونه کوي، بانډار کوي یا ویده وي. له درس سره علاقه بېخي کمه شوې، په ټولګي کې درې و څلور هلکان درس وایي، نور یې په کیسه کې لا نه دي.
په شخصي کې بیا دغسې نه ده، هلته په ښوونکو بېخي زیات فشار دی، هېڅ عزت یې نه وي، تر ښوونکي، زدهکوونکی ډېر معتبر دی. که ښوونکی هر څومره لایقه وي او له زدهکوونکو سره کوښښ وکړي، مګر که یوه زدهکوونکي یې شکایت وکړ، سبا به په ښوونځي کې نه وي. هر څوک د مجبوریت له مخې ورځي؛ ځکه له سهاره د ماسپښین تر یوې بجې اووه یا اته زره افغانۍ ورکوي. هېڅ غیرحاضري نه لري. که ښوونکی په کومه ورځ ناروغ و، یا ناوخته ورغلی، د هغې ورځي پیسې نه ورکوي.
د زده کوونکو کورني کارونه به نه پرېږدي، پلان به هره ورځ رسوي، درس به حتما ور زدهکوي، که کوم زدهکوونکي ستونزه درلوده، هغه ته به ځانګړې توجه کېږي. بالاخره زدهکوونکي ته به تر ګل ترخه خبره نه کوې، ځکه بیا خوابدی کېږي. د لوړو ټولګیو زده کوونکي داسې شوي، په ښوونکي بریک لا نه نیسي. احترام یې پر ځای پرېږده چې سړی ورسره بې عزته نه شي.
د شخصي ښوونځي ادارې هر کار تر پیسو پورې دی، له زدهکوونکو که په هره لاره وي پیسې ټولوي. د خوراک اجازه یې ورکړې ده، دننه یې دوکان ورته خلاص کړی چې هر څه زده کوونکی وغواړي ورته رسېږي. په کتابونو، یونفورم، کارتونو، کتابچو، غونډو او مراسمو باندې په زرهاوو پیسې ځنې وړي.
درسونه به یو رکم کړو، مګر د وطن وضعیت داسې دی، چې ډېر خلک په درس ویلو پېښمانه دي. ځکه چا چې درس ویلای، د هغه چا تر لاس لاندې کار کوي چې درس یې نه دی ویلی او ورته اړ دي. تیره ورځ د دولتي ښوونځي زده کوونکو را ته ویل چې استاده په نیمروز کې به ښه بلد قاچاقبر نه وي درته معلوم.
ورته و مې خندل یا څه یې پېژنم. یوې خوا ته هم مه ځئ دلته په وطن کې کار وکړئ، بل ستاسې لا تګ ته ډېر وخت پاته دی، کشران یاست، څوک مو خطا نه کړي.
استاد بېوزله لا زړه نه و تش کړی، جانباز ورباندې غږ کړل، معلیمه تاسې دا د غم خبرې پرېږدئ، توبیت سمولو ته راغلي یوو.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ