کلیوال طبعاً له ښاره ليري او په ډېرو شیانو ناخبره وي. د ښاري او کلیوالي ټولنو د فرهنګونو او خلکو د پوهې ترمنځ زیات توپیرونه دي. هغه په دې چې په ښار کې نه یوازې ښوونیز مرکزونه فعال دي، بلکې د ډېرو فکرونو او بېلابېلو ټولنو خلک هم میشت دي. له کومه وخته چې په افغانستان کې د پوهنې بنسټ کېښودل شو او حبیبیه لېسه جوړه شوه، ورسره ورو ورو په ټول هېواد کې زدهکړو ته د خلکو پام ور واوښت.
دغه لېسې یوازې په ښارونو کې نه وې، بلکې د وخت په تېرېدو سره کلیوالي سیمو ته هم چې د پوهنې وزارت رسیدګي کېده، ښوونځي جوړ شول او خلکو ته یې د پوهې او علم رڼایي راوړه.
په هغو سیمو کې چې لا هم ښوونځي په نشت حساب دي، خلک یې له مدنیت او ښه ژونده لیري پاته دي.
زما ښه په یاد دي، کله چې موږ په کلي کې و؛ تربګنۍ، یو بل باندې ظلم، خپلمنځي جنګونه نهایت زیات و. د ښوونځي په لارې به یو بل ته لارې نیول کېدې، پسونه مو یوازې نه شو څرولای، کلي ته به په داسې حال کې وتلو چې څو نور ملګري او همزولي به راسره، په دې چې بیا چا سره یوازې مخامخ نه شو.
پخوا به کلیوالو له جرګې یا مرکې پرته ډېره ناسته ولاړه نه سره درلوده. یوازې په ودونو، فاتحو او د ژمي د لاندي په موسم کې به سره کېناستل او مجلسونه به یې کول. دا هم یوازې لویانو او هغو مشرانو چې د یوې کورنۍ مشري به یې درلوده؛ نور ځوانان له دغسې حالت څخه محروم وو.
نفرت ډېر و، ملګرتیا کمه وه، ناپوهې او جهالت خپل اوج ته رسیدلی و. تربورونه به په ډېره وړه خبره یو بل سره ولاړ و، په چړو به یې سره وهل، یو بل به یې واژه. په یوه کلي کې به دوو قومونو یو بل سره دومره بد کول چې سنت سلام به یې سره بند و، د یو بل درمند ته یې اورونه اچول، کاریزونه به یې ډکول…
دا چې اوس په ډېرو سیمو کې ښوونځي شته او په هره کورنۍ کې یو لوستی حتما وي، دې حالت په بشپړ ډول تغیر کړی دی. صمیمانه فضا ده، له لویانو تر کشرانو یې یو له بل سره ملګري دي. د ملګرو د پلرونو او مشرانو احترام او درناوی بېخي ښه شوی دی.
کلیوال اوس په دې پوه دي، چې پخوا مو ناحقه یو بل ځورول، خوند او ښه ژوند خو په احترام او درناوي کې دی. هر څوک خپل اولاد ښوونځي ته لېږي، پرته له دې چې څوک ورته ووایي، مصارف ورباندې کوي، څو یې زوی سبا د یوې ښې راتلونکې څښتن شي.
همدارنګه یې اولادونه نه یوازې په کلیو کې ښوونځي ته ځي، بلکې مرکز او نورو ولایتونو ته د کورسونو او پوهنتونونو لپاره لېږي. له نورو خلکو سره د دې ځوانانو ګډ ژوند او مسافري په ټولو کې د هڅونې، لیاقت، سیالۍ او ټولنیز موقف درلودو حسونه خورا لوړ ساتلي دي.
دا فکر اوس بېخي نه شته چې پلانی څوک دی، زما کلیوال یا ګاونډی خو نه دی؛ بس چې افغان وي، تعلیم کوي ورسره یو ځای کېږي او یو د بل بشپړ احترام کوي.
د پوهې دغه رڼایي دې همیشه بله وي، څو افغان زلمي وېښ واوسي او د پردیو له کرغېړنو لومو څخه خوندي پاتې شي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ