ښوونځی، خیمې او بکسونه یې راوسوځول

اووه کلن وم، پلار مې د تره له زوی سره ښوونځي ته ولېږلم. هغه ادارې ته وروستلم، سرښوونکی زموږ کلیوال و، هغه مې نوم او د پلار نوم ولیکل. ملازم تر لاس ونیولم، لومړي ټولګي ته یې بوتلم. شاوخوا څلویښت نور هلکان زما په عمر په ټولګي کې ناست وو. د ښوونکي شناوۍ ږیره، توره ګرده لونګۍ، دروند واسکټ چې د جیبونو خولو یې ځنځیرونه لرل اغوستی و، تر اوسه مې په یاد دي. له لرګینې چوکۍ سره نږدې اوږده لښته دیواله ته جګه وه. ښوونکي په توره ډبرینه تخته، په سپین خاورین تباشیر له یوه تر لسو عددونه لیکل.

په ولسوالي کې تر ټولو پخوانی او فعال ښوونځی همدا و، ډېر کلونه پخوا جوړ شوی و. د پنځم ټولګي وروستیو ازموینو ته یوه میاشت وخت لا پاته و، چې د پوهنې امریت له خوا زموږ مکتب ته مېزونه، چوکۍ او زرګونه کتابونه راوړل شول. بل نوی تعلیمي کال پیل شو، یوه میاشت لا نه وه تیره، یوه ورځ سهار د پسرلي له تازه وږم سره زموږ له ښوونځي تور لوګي پورته کېدل.

د شپې ناوخته ښوونځي ته نامعلومه خلکو اور اچولی و. چې کلیوال راخبرېدل، نیم ښوونځی سوځېدلی و. دا د کرزي د لومړۍ دورې وروستی کال و. د اوبو له ویالې زده‌کوونکو، ښوونکو او کلیوالو په سطلونو او بوشکو کې اوبه راوړې او اور یې پرې مړ کړ. ټول د ښوونځي سوځول شوې ودانۍ ته ناهیلي او ژړغونې وردېدل. نن درس نه و، ټول کورونو ته ولاړو. په سبا خبر راغی چې ښوونځی تر هغو بند دی، تر هغو چې یې د خلاصون امر نه وي شوی. دا بل کال د سپین‌ږیرو او مخورو په هڅو بیا ښوونځی خلاص شو. دا وخت زه په اتم ټولګي کې وم. د مکتب سیستم سم نه و، خو وروسته بیرته عادي حالت ته وګرځيد.

زده‌کوونکي را پوره شول، که څه هم د ښوونځي له بندیدو سره د لوړو ټولګیو اکثره زده‌کوونکي یا ایران ته ولاړل، یا په بله خوارۍ مصروف شول، بیا مکتب ته نه راغلل.

زه چې لسم ټولګي ته ورسېدم، په ښوونځي کې زده‌کوونکي دومره زیات شول چې په ټولګیو کې نه ځایدل، ډېری زده‌کوونکي به تر شنه اسمان لاندې، سرې ټکنۍ ته ناست و. زده‌کوونکو له لرګیو او بوټو ځانته څالې جوړې کړې او کله کله به تیزو بادونو هغه سیوری هم د دوی له سره ایسته کړ.

کله ناکله به له ولسوالي د پولیسو ټانګان راغلل، زده‌کوونکي به په تفریح کې ورسره ولاړ و، هغوی به ځینو ته قلمونه ورکړل، چا به یوه بله تحفه. تل یې هڅولو چې درسونه به نه قضا کوئ.

یوه ورځ زموږ رخصتیدو ته یو ساعت وخت پاته و، ډېر پولیس او زري دار ټانګونه راغلل. د بکسونو او قلمونه غټه کوټه یې جوړه کړه. زده‌کوونکي یې په لیکه برابر کړل. په نوبت یې هر یوه ته یو یو بکس ورکاوو.

شپږ اووه خیمې یې د ټولګيو لپاره راوړې وې، چې زده‌کوونکي به درس پکې وایي. درې خو یې زده‌کوونکو او پولیسو په خپله ودرولې. هغوی ولاړل، موږ کورونو ته په خوښۍ راروان و، په لاره کې دوو نامعلومو کسانو چې مخونه یې پټ وو، په لار کې اور بل کړی. ویل بکسونه مو اور ته واچوئ، د کفارو له شیانو لیري ګرځئ، په دې شیانو مو ناکه خطا کوي، بل وخت یې ترې وانخلئ. د نیمو هلکانو بکسونه وسوځېدل، نیمو چې دوی ولیدل په نورو لارو ترې وتښتېدل. په سبا چې ښوونځي ته ولاړو، هغه پولیسو چې کومې خیمې درولې وې، په ځای یې ایرې پرتې وې، هغه یې هم سوځولې وې.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000