هېڅ روغتیايي اسانتیاوې نه لرو

محمد رسول زنګونه راوهلی و، ویل کلیوال درلېږم که لږ همکاري ورسره وکړې، دعا ګوی به دې وي. ماول شل واره، خدای دې راولي.

ادرس مې ورکړ، مازیګر چې له دفتره راتلم، کلیوال رارسېدلی و. سره کېناستو، مجلس مو وکړ. په مسافري کې کلیوال ته د سړي نفس خیژي چې د کلي نوې ناولده ورته وکړي.

پیروزخان د زابل له ارغنداب څخه راغلی و. ویل ایران ته ځم، خو لارې خرابې دي، په قاچاقي نه سم تلای، پاسپورټ جوړوم. له ډوډۍ وروسته مې هندواڼه ماته کړه. سره کېناستو، پیروزخان ته وام مجلس راته کوه. په وطن کې څه حال دی!؟

ـ څه حال به وي. نیستۍ او بې تعلیمي خلک ډېر ځوروي.

ـ یاره پخوا خو دومره نیستۍ نه وې، له کښت او کروندې به هغومره څه ورتلل چې تر بله کاله ورباندې وپایي.

ـ رښتیا هم، مګر اوس په کروندو کې هغه پخوانی حال نه دی پاته، که یو څه وي هم، بازار یې سوړ وي.

ـ ښااا له ایرانه څه وخت راغلی یې!؟

ـ دا دوه کاله نه یم تللی. اوس بېخي کار ټپ ولاړ و، سړو ولاړ به سې، نو پاسپورټ ته راغلم.

ـ تا خو هلته ډېر عمر تیر کړی، د هغوی او زموږ د ژوند او اسانتیاوو څومره فرق دی؟

ـ ایران خو ټولو ته معلوم دی؛ د برق، سړکونو، شفاخانو او مکتبونو حال یې ټولو لیدلی چې څومره مخته دی. هغه یې پرېږده دا اوس یې په یوازې سر امریکا ته ځواب ووایو. د دنیا له بندیزونو سره سره یې ځان ثابت کړ.

اصلاً دلته بد حال دی؛ نه تعلیم لرو، نه نور داسې پرمختګ سته چې زموږ دې ورباندې زړه راپورته سي. د کلي سړک تر اوسه دغسې خام پاته دی، په ټول کلي کې نه داکټر سته او نه داسې کلنیک چې څوک دې ناروغ ور ولي. بیا ښځینه ډاکټره خو په ټوله ولسوالي کې یوه دانه ده.

تیر کال د محمد ګل ښځه په اولاد ناروغه وه، په نیمه شپه یې ټول راپه چیغه کړو، ځکه د واورې له اوریدو سره د کلي او ولسوالي ترمنځ سړک حتما بند وي. په ټول کلي کې یو بایفور مونی موټر لرو، موټروان دې خیر یوسې تر اوسه یې داسې نه دي ویلي چې نه درسره ځم. په کلي کې مو اعلان وکړ، ډېر ځوانان راوواتو، موږ مخته روان وو، په پارو او بېچلو مو لاره پاکوله موټر له شا راپسې و.

دومره یخ و، چې هېڅ د راوتلو جرئت چا نه درلود، خو هغې ښځې ته ځورېدو چې خدای مه کړه محمدګل بې ښځې نه شي. نیم ساعت لاره مو په پنځه ساعته ووهله او ولسوالي ته ورسېدو. هغه بې وزله تر کلینکه ژوندۍ وه، خو ناوخته یې ساه ورکه، ماشوم یې روغ پاته سو. ټول کلی ورباندې خپه وو، په سبا مو د کلي په هدیره کې خاورو ته وسپارله. نو ته ووایه چې موږ د څه شي اسانتیاوې لرو.

ـ خپه دې کړم، په رښتیا هم داسې نمونه څه خو نه لرو!؟

ـ دا یې یو مثال و. ته داسې فکر وکړه چې سړک خام وي، له ولسوالۍ یا عمومي ځایونو لیري یې، نه هلته ښوونځی وي، نه ډاکټر وي او نه هم نږدې کوم کلینک. داسې څومره پېښې به روزمره تکرارېږي.

ـ رښتیا هم، نو تاسې تر اوسه په دې اړه کوم شکایت کړی، یا غوښتنه کړې!؟

ـ په وار وار د کلي سپین‌ږیري تللي دي. د مکتب خو څوک نوم نه یادوي، مګر د مریضانو غم خو باید خوړل شوی وای.

ـ په تاسې دې اوس هم افرین وي، چې هلته ژوند کوئ، خو دا یوازې تاسې نه یاست، د افغانستان شاوخوا شپیته سلنه خلک چې په لیري پرتو سیمو کې اوسېږي، همدغسې لوېدلی ژوند لري. له عامو خلکو نیولې، تر ماشومانو او ښځو پورې هېڅ ډول انساني حقوق نه لري.

ناوخته و، د کلیوال سترګې راپټیدې، پوه شوم چې ستړی دی او خوب ورځي، نو مې مجلس په همدې ځای ختم کړ. ترې ولاړ شوم، دی مې ویده کړ.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000