د کابل ښار منډيي د ګڼې ګوڼې مرکز دی، په چالاکۍ به ځان تر باسې. د کور په سودا مې دواړه لاسونه اړ وو. وړې نجلۍ تر لمن ونیولم، مخ مې ورګرځاوه، له ځانه مې ټېله کړه.
زه ګرمۍ او په لاسونو کې سودا ستړی کړی وم، دې بیا کېکاږلم، وای خلته واخله ټوله سودا دې پکې ځایېږي.
کرار د یوه دوکان د را تیر پيک سیوري ته ودرېدم. دا را پسې راغله. دا ځل یې داسې را وکتل چې زړه مې د پښو تر تلو تیر سو. ټول کور مې سترګو ته ودرېد. خپله لور را په یاد سوه، خیر هغه وړه ده خو زما فکر ژور و، ماول که چېرې، را غټه شي او زه نه یم. دغسې به په واټونونو او سړکونو ستړې او خیرنه ګرمۍ ته ګرځي، که چا یې لاسنیوی وکړ، خو ښه تر ښه، کنه ګرځي به او خپله لوږه به ګالي.
له نجلۍ مې خلته واخیسته، پیسې مې د دوو خلتو ورکړې.سپېرې شنې سترګې یې را واړولې وې ویل:
ـ کاکا لس افغانۍ دې اضافه راکړې، لسی راکه میده نه سته راسره.
ـ کاکا یې جار سي، هغه لس یې د خلتې او دا بل لسی یې ستا. د هغې خیرن وېښته ګرمۍ څپولي څپولي اړولي وو، تر پرې شوي ټیکري یې تورې کوڅۍ راوتلې وې، د جاغو تڼۍ یې نه وې، واړه لاسونه یې چاودو پرې پرې کړي و. تر څنګ مې کېناسته، په موټ کې نیولې پیسې یې دوه واره حساب کړې، تر یو نیم سل اوښتې وې.
وریاده مې که، څومره ګټې؟
ـ خلتې یې حساب کړې، له سهار راهیسې مې دیرش افغانۍ ګټلې دي، خو خلک کله کله لس و شل اضافه هم راکوي. چې ډېرې شي، نو سل برابروم.
ـ په دې پیسو څه کوې؟
ـ مور ته یې ورکوم، هغه کور ته ډوډۍ ورباندې راوړي.
ـ وروڼه، پلار و مور دې په څه بوخت دي؟ سترګې یې اوس بېخي سره وړې سوې، را وې کتل:
ـ بابا خو شهید سوی! ورور مې سهار لخوا مکتب ته ځي، دا وخت په بازار کې سودا خرڅوي. مور مې په کور کې ده.
ـ لورکۍ بابا دې ولې شهید سو؟
ـ زما نه په یادېږي، مور مې ویل چې هغه عسکر و، په جنګ کې شهید سوی.
ـ ښااا خدای دې وبښې، نو ورور دې څومره دی؟
ـ هغه یوولسم صنف ته ځي، مور مې وای ډاکټر به شي، موږ ټول به له زحمته وکاږي، بیا به خلتې نه خرڅوم، درس به وایم.
ـ ته مکتب ته نه ځي؟
ـ زه تلم خو اوس نه ځم. زموږ د کوڅې ډېرې نجونې راوګرځېدې، وای تر شپږم پورته یې بې له هغه نه سو ویلای، په کور به کېنو؛ نو تر هغه دا ښه ده چې اوس یې لا پرېږدو.
ـ که خلاص وای، بیا دې مکتب وایو.
ـ خود مې وایو، خبریاله به وم. په تلویزون کې به مې خبرونه ویل.
ـ خیر دا هر څه به بدل سي، درسونه مه پرېږده، خدای به دې خبریاله کړي. ولاړ سوم، خلته مې راپورته که. د دې په عمر یوې بلې نجلۍ چې د ژاولو بنډلونه یې په لاس کې و، تر لاس ونیوله، سره روانې سوې. د منډیي په ګڼه ګوڼه کې مې تر پایه په دوی پسې کتل.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ