ورور د میراث برخه خور ته نه ورکوي

پښتنو له خویندو یوازې د هغوی په خوښه د واده کولو حق نه دی اخیستی، دا حق یې هم ترې اخیستی چې کوم څه له پلاره په میراث ور پاته دي، ترې ګرځوي. د پلار له مرګ وروسته هغه شیان چې د هغه وارثین یې باید سره وویشي، یوازې وروڼه ته پاته وي. خویندو ته تر اوسه چا نه دی ورکړی. که یې ورکړی هم وي، خویندو به یې غوښتنه کړې وي. دا تر ټولو بد کار وي چې یوه خور له وروره د پلار په جایداد یا پاته میراث کې خپله برخه وغواړي. نور نو خور ته تیاره بدي جوړه شي، نه بیا د ورور کور ته ورتلای شي، نه یې هغه کومې ښادۍ یا مېلمستیا ته ور غواړي.

محمود څو کاله زموږ باغوان و، سر و کال یې ښځه ناروغه وي، چې ګټې یې، په هغې یې بایلي. نه یې دوا پیدا کېږي، نه یې دردونه ارامېږي. بې‌وزله ټول وخت په ډاکټرانو ګرځي. اته اولادونه یې دي، سخته ورسره ستړی دی، ډېر وخت د دباندې کارونه ترې پاته وي.

یو څه ځمکه یې درلوده هغه یې هم سږ کال ورته خرڅه کړه، خو مېرمن یې فکر کوم د وینې سرطان لري، ټول کال یې د وینې په بدلېدو تیرېږي. ډېره دوا یې له پاکستانه وي، هلته یې خپلوان شته، هغوی زیاته همکاري ورسره کوي. کیسه یې را ته کوله چې ښځې مې ویل وروڼو ته به ووایم، یوار به مې هغه ډاکټر ته یووسي. مګر محمود راګرځولې وه چې نه به ورته وایي، ځکه هغه حالت ويني، که یې زړه و او توان یې درلود، حتما به همکاري درسره وکړي، کنه غوږ مه ورباندې باسه.

وخت تیرېدی، محمود ته نور هر څه ورختم شول. بله ورځ یې اوښی راغلی، مېرمنې یې د څو کلونو ګیلې مانې ورته ساتلې وې، ټولې یې ورته وکړې، په اخر کې چې هغه تلی ترې وې غوښتل چې زه مې خپل حق غواړم، له خاوند سره مې هېڅ نشته، چې څه یې درلودل هغه یې زما په دوا باندې مصرف کړل.

ورور یې وعده ورکړې وه، چې مصرف یې په غاړه اخلي، خو د حق خبرې به نه کوي. د مېرمنې یې اوس تر خولې وتلي دي چې حق به تر لاسه کوي. مګر ورور یې هېڅ سر لا نه خلاصوي ځکه چې دوی ډېر د انګورو باغونه او ځمکې لري.

محمود او مېرمنې یې اوس پر هغوی باندې په ولسوالي کې عریضه کړې وه، په دې چې له پلاره ور پاته جایداد له وروره واخلي. د محمود اوښی په یوه او بله پلمه ځان ترې خلاصوي. کله ولسوالي ته ځان نه حاضروي، کله یې قاضي ته خوله ور خوږه کړې وي، کله په خور مرکې کوي، چې تر عریضه تیره شي. اوس یې د هغه مېرمن هم نه مني، وایي چې حق مې باید دوی په خپله خوښه راکړی وای، بل ما حق څه کاوو، خو اوس اړتیا ورته لري، ټوله ورځ له دردونو کړېږي، که دوا و نه کړي او ډاکټر ته ولاړه نه شي، زر به مړه شي. هغوی یې په همدې خاطر ځنډوي چې له سرطانه خو څوک نه پاتېږي، که یې جلا کړي، بیا یې ځنې خرڅوي، نو څه ناڅه ځنډ به پکې راولي، تر هغو چې دا مري فکر نه کوم چې ور دې کړي.

خو هغې ته خدای روغ صحت ورکړ او له ده سر دعوه روانه ده، مخکې یې په کمه برخه غاړه ایستله، خو اوس په هر څه کې خپل حق غواړي، دا هر څه یې خدای حق کړي، څه ناروا خو نه کوي. مګر له کومې ورځې چې یې عریضه کړې، ورور یې بېخي، په خور کېدو پېښمانه دی، نه ورته راځي، نه په کوم څه کې ننګ ورته کوي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000