له زیارت څخه اولاد غواړي

سهار نوراغا د لېست اړوند خپل شیان د دوکان مخې ته راوړل، ما دیګ او لوښي تیار په موټر کې ایښي و. سلیم خیمه او فرش هم راوړی و. ساعت وروسته ټول یو ځای وو، موټرونو حرکت وکړ، لس دقیقې وروسته د خټینو کورونو ترمنځ په کوڅه کې سپېرې دوړې ګرځیدې. ښه لیري ولاړو، کاریز ته نږدې نوراغا د اوبو وویل چې له دې ځایه یې باید راسره واخلو ځکه چې په غره کې اوبه نشته. غره ته نږدې سلیم د موټر له ښیښې په وړې سپینې ګیدړې پسې ټکونه وکړل، هغې مخامخ په اوږده شېله کې منډه کړه، زموږ له سترګو پټه شوه.

تر ډېره پورې په خامه لاره  د ونو په منځ کې ولاړو. د غره لمنې ته لا رسېدلي نه و، نږدې له یوه زیارت سره ودرېدو، دغه ځای د ټولو خوښ شو. محمود لوښي او دیګونه ور واخیستل، سلیم په ګاز پسې اور بل کړ، اوبه یې تودولې، ما او نوراغا د ونو په منځ کې قدم واهه، چې له نږدې زیارت څخه په لوړ اوزا چیغې اورېدل کېدې. لږ نور هم ورنږدې شوو، ډېرې ښځې او نارینه ښکارېدل چې زیارت ته روان و.

ورغلم، یوې ښځې توره چرګه زیارت ته نږدې حلاله کړه، بیا یې د زیارت ساتونکي ته ورکړه، ولاړه د اوږده قبر سر ته کېناسته، وې ویل: مبارکه ستا در ته راغلې یم، ما مه ناامیده کوه! ته د خدای نازوردار یې، له هغه لیري ځایه په پښو درته راغلې یم، زما د زوی اعلاج وکړه. هغه باید ښه شي، له خدای را وروسته مې لویه تمه تاته ده.

نوراغا وایي، دا اوس څه بې‌عقلي ده، هیلې او غوښتنې له خدایه نه د هغه له مړه شوي، بنده غواړي. مړی به اوس پخپله د ځان په حساب و کتاب اخته وي.

یو بل موټر ودرېد، یو نارینه دوې ښځې ورسره وې، د موټر له ځنګلې یې د ماشومانو د خوب زانګو را ښکته کړه، نارینه د زانګو یو سر او دواړو ښځو د زانګو بله خوا نیولې وه، زیارت ته ننوتل.

په عمر پخې ښځې چې کتان ټیکری یې پر سر و، له خلتې سور ټیکری په زانګو خپور کړ. سړی د زانګو یوې خوا ته کېناست، داسې یې زنګوله لکه ماشوم چې پکې وي.

نوراغا دا بیا اوس څه کیسه ده، زما خو سر نه شو ورباندې خلاص؟

ـ دا خو یې اولاد نشته، حتما چا ورته ویلي چې دې زیارت ته ورشئ، خدای به اولاد درکړي. نو دوی هم ګوره له کومه ځایه راغلي وي.

ـ دا خو ګناه لیري، موږ که غوښتنې، ارمانونه او اړتیاوې لرو، باید له خدایه یې د بشپړېدو غوښتنه وکړو. هیله درلودل او څه غوښتل یوازې له الله ج کېږي. هر چا ته کېناستل یا له مړو څه غوښتل خو عیني شرک دی.

ـ دا خلک په دې نه پوهېږي. شپه و ورځ یې همدا حال وي؛ که ماشوم ناروغ شي، که کومه ښځه یا نجلۍ د اعصابو ستونزه ولري، دلته یې راوړي. وایي چې دغه په الله ګران دی او په برکت یې باید له دوی څخه پیریان لیري کړي.

ـ د ناروغۍ لپاره خو روغتون او ډاکټر دی، قبرونه خو چا ته هیڅ هم نه شي ورکولای. متاسفانه چې دا خلک په دې نه پوهېږي؛ کنه ولې به راتلل. دا خو ډېره بې‌عقلي ده.

ـ دلته عامه پوهاوی نشته، ټول باور یې په قبر او زیارت وي، هر غوښتنه همدلته راوړي. دلته بیا یوازې د منجاور(هغه څوک چې زیارت ساتي) سات تیر دی. خلک هغوی ته لږ لاس نیسې، څه پیسې ورکوي. بس شپه و ورځ یې بل کار نه وي، نه حمام کوي، نه پاکي جامې اغوندې، ځانونه یې په ملنګانو کې حساب کړي، ښه هوسا خواري یې پیدا کړې ده. رووف ناصري

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000