دوې ورځي پرلهپسې مې ښځې را ته ویل چې ناروغه یم. که تر کلینک پورې ولاړ شو، ګوندي دوا راکړي او ښه شم. په سبا مې د ولسوالي کلنیک ته یووړه، زنانه ډاکټرې ته یې لاس ور ښکاره کړ. هغې کتلې وه، نسخه یې راکه دباندې مې له دواخانې دوا راواخیسته، راروان شوم.
له هغې خوا چې راتلم، کور ته مې لږ سودا او مېرمنې ته څه مڼې هم واخیستې. د عقب په شیشه کې مې مېرمنې ته وکتل، مخ یې نیولی غوندې و، سترګو یې داسې احساسوله چې څه وايي، خو خبرو ته یې بهانه لټوله.
تر بازار وتلی وم، خو کلي ته لاره ډېره وه. سندره مې لږ کراره که. وام قربانو ولې دې توبیت خراب دی!؟
ـ نه دی خراب!؟ زه په موټر کې پازابېږم، لاره هم خرابه ده.
ـ یا دغسې خو نه ده، در پوهېږم. که څه خبره وي، راته ووایه! په کلنیک کې خو به چا څه نه وي درته ویلي.
ـ یا ولې به یې را ته ویل، توبیت مې د بادام لور ته خراب سو.
ـ څنګه!؟
ـ داسې توبیت نه، وام ورباندې خوا بدې شوم.
ـ ولې؟
ـ نن یې معاینات کول، ویل یې”کوچنی مې دی. د واده مې دولس کاله کېږي، دا مې لسم کوچنی دی. په مخکني کوچني تر مرګ ورسېدم. پرلهپسې مې څلور لورګانې پیدا شوې، خاوند را څه خپه و، تر هغو یې خبرې نه راسره کولې چې څو مې زوی وزېږېدی. خپه به و، ویل زوی دې ولې نه کېږي. نه دوا وي، نه ډاکټر، هر وار مرګ له خدایه غواړم، خو تر مرګ مې بدتره کړي.
د کور ټول کارونه کوم. دی سهار باغ ته ځي، ماښام ناوخته راځي. کومه شپه چې یې زړه وي، راويښه مې کړي، ځان راباندې ستړی کړي، ما دغسې پرېږدي، جلا ویده کېږي.” زه حیرانه یم چې دا څه ډول انسان دی؟
ـ ولا څه ووایم، دا هسې په نوم انسان دی. چې اولادونه ځنې غواړي، کارونه ورباندې کوي، خو شفقت او ترحم یې هیر دی، مینه خو اصلاً پېژني نه.
ـ رښتیا هغې ویل؛ “یوه ورځ مېلمانه و، غوښه سمه نه وه پخه شوې؛ دومره یې ووهلم چې بېهوښه شوم. په چیغو مې نږدې ټول کورونه خبر شو، خو تر اوسه مې هېچا ته نه دي ويلي. وروڼه یو بل اختر راځي، تر اوسه مې نه دې ورته ویلي چې زما خو ژوند دغسې په سرو لمبو کې دی. خسر مې لږ مهربانه دی، خو سپینږیری دی، څوک غوږ نه ورته نیسي.” نو دومره اولادونه څه کوي؟
ـ اول ډېرو اولادونو ته اړتیا نشته، لږ احتیاط دې وکړي. د اولادونو پالنه او روزنه بېخي سخته ده. یوازې زیږول یې نه دي، لویول غواړي، خرڅ غواړي، تعلیم او تربیه باید ولري.
ـ ستا خبره سمه ده، دا به اوس په چا منې؟
ـ دا هر څه د “نه” تعلیم له وجې کېږي. که د مېرمنې، مور، پلار، مشرانو او نورو اړونده خلکو حقوق ورمعلوم وای، بیا به یې دغسې نه کول.
کلي ته له ننوتلو سره مې ښځې چادري په مخ راکش کړه، لږ وروسته مې موټر د سرای په منځ کې ودراوه، زوی مې له موټره د فوټبال توپ ور واخیست؛ تر کونج ګړندی وګرځيد، نارې یې وهلې خوشحاله و.
نظرونه (1)
له ښځو سره زموږ په ټولنه کې تاوتریخوالی، بې رحمانه چاروچلند، په زوره ودول یوه نوې خبره نه ده. حتی له ښځو څخه داسې استفاده کېږې لکه له اجناسو یا حیواناتو چې په کار یې شي په پیسو یې واخلې او کار ترې واخلې که یې خوند ورنه کړ بله رانیسي. خو لنډه دا چې دا مشکل به زموږ په ټولنه کې هغه وخت حل شي چې د تعلیم سسویه مو لوړه شې.
وای انا دې خدای وبخشې خووووو
ګمان نه کوم!
وېل ولې؟
وای ځګ چې مستې پکې شرې یې په ولاړو شربل او لمونځ یې به ناستو کول.
وآخرودعوانا
یو نظر پریږدئ