تهمت

سپینه زنه یې لنده وه، په زینه کې یې خیرنې کوچنۍ پښې کېښودې، په لاس کې یې لسګون ټینګ نیولی و. رانږدې شوه، وای دوکاندار کاکا د دې پاپړ را. پاپړ مې ورکړ،  وزرنو مې ونیول، تر زینو مې ښکته کړه. مخامخ یې واړه ګامونه واخیستل. معلیم عزیز راته وای، دوکانداره سات دې تیر دی، ریباران درته رالېږي.

ـ څه ووایم، ولاکه مې سر خلاص سوی وي. په خبره دې پوه نه شوم. زما په دوکان کې خو همدا شیان دي، څو کاله وشو چې د کوڅې ټول ماشومان دلته راځي او له ما سودا وړي.

ـ ته به نو ځان نه پوه کوې، دا ماشومه دې وپېژندله؟

ـ هو، خود. د چرسي نوراجان لور ده، بې چاره په بد وضعیت کې دی. له یوې خوا نشې په سر اخیستی او له بلې خوا نیستۍ.

ـ سړیه دې نیستۍ او ګرانۍ خو موږ هم په ملا غوټ مات کړي یوو. مګر د دې چرسک ښځه بېځي په بل موډ ګرځي. پیکی یې په څه رکم اړولی وي، سرخي او سفیده دې نو یاده سه، شونډې یې بل رکم سرې کړې وي. تا اوس نه ده لیدلې!؟

ـ معلیمه دا اوس ته څه سره وایي!

ـ سم درته وایم. ولا اوس ټول کلیوال په شکمن شوي دي. نوراجان خو له ایرانه نه راګرځي، وروڼو هم جلا کړی دی. په کلونو کلونو ورک وي چې راشي، یوه یا دوې میاستې دلي وي، بیرته ولاړ سي.

ـ مجبوره دی، نو که دلته مزدوري وای، یا یې د کور ګذاره کېدلای ولاکه یې ګام لا اخیستی وای. زه او معلیم لا په مجلس و چې د کوچیانو ټکټر له کډې بار ودرېد. د کوچۍ په زنه خالونو، په ملا اوږدې کوڅۍ، په سپیره مخ شنو سترګو ډېرې کیسې درلودې. د ټيلې په سر کې د کوچۍ تر څنګ نوي زېږیدلي وري پراته وو. د اوبو ډک زی د ټیلې په یوه خوا پسې تړلی ځنګېدی. یوې بلې کوچۍ ملا ټینګه تړلې وه، کلکې کلوشې یې په پښو وې، یو ماشوم یې په غېږ کې نیولی و، بل ماشوم یې په خیرونو ویښتو تر څنګ ناست و؛ دوکان ته یې روڼې نیولې وې. هډور کوچي چې ډډ غږ یې درلود، په بریتو او ږیره کې یې خوله سمه نه مالومېده؛ چای، خوږه او غوړي واخیستل، ټکټر ته وخوت. په ټکټر پسې تر شاه غټ خړ سپي چې ژبه یې راایستلې وه، منډې وهلې. شنې سترګې کوچۍ د ټیلې له سره د کلي کورونو ته کتل. وام معلیم صاحب تا کیسه کوله.

معلیم بالښت سم کړ، لږ سره ور ټول کېناست، په زنګانه يې ښی لاس کېښود،  وړې سل دانه یي تسبیح یې اړولې، ورو یې وویل:

ـ په تا دې امانت وي، دا کیسه چې دلته کوم، باید پر همدغه ځای پاته سي. د نوراجان ښځې اوس نور یاران پیدا کړي دي. موبایل ورسره دی چې چا سره یې زړه وي مجلس کوي. په کور کې یوازې وي. لېورونه یې ترې کډه سوو، وروڼه یې چې د واده په ورځ راغلي بیا چا نه دي لیدلي. نوراجان نه وي، دا یو و بل ملګری راغواړي.

پخوا چې طالبان په کلي کې و، خلک ترې ویرېدل؛ خو هغوی چې له کلیو ټول شوي، اوس بېخي خلک ترې بې‌غمه دي. دا کیسې اوس داسې عادي دي.

ـ زړه ته مې نه لوېږي. پخپله خو حال نه ورباندې لرم، نه مې له چا اوردېدلي دي. د ښې شپې په ورځ ملاصاحب په جومات کې ویل چې په پاک لمنو ښځو پسې تهمت ویل په لویو ګناهونو کې حسابل کېږي، لکه زنا، غلا، نو معلیمه دا ښه کار نه دی. وخت د غرمې دی، که دلي کېږي، خوشحاله کېږم. معلیم ته لکه چې زما خبرو خوند ور نه کړ، بې خدای پاماني له دوکانه ووت.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000