محمود زموږ ګاونډی دی، په اصل کې د کندهار دی، اوس د کابل په زړو مکریانو کې اوسېږي. موږ له ډېره پخوا دلته اوسېږو، خو دوی د طالبانو له راتګ سره راغلي دي. د لویې څارنوالۍ د شکایاتو په برخه کې دنده لري. دواړه مسلم د انګلیسي کورس ته یو ځای ځو.
کله چې کورس ته ځو، هر وخت په لارې د خپل کار ځای کیسې کوي. هلته ډول ډول خلک ورځي، روزانه له نویو او بېلابېلو پېښو او خبرو سره مخ کېږي.
نن یې داسې نادره را ته کړې چې له مازیګره راهیسې سوچ ورباندې کوم، په زړه کې وځورېږم. خپه شم، ذهن مې سل رکمه پوښتنې را څخه کوي. وجدان مې ملامتوي چې انسان څومره پست او بېباکه کېدای شي، څومره ناروا کېدای شي او څومره ظالم او د خلکو له مجبوریته استفاده کولای شي.
محمود په نازکه کندهارۍ لهجه راته وویل: ناصري نن یو کلیوال مشر راغلی و، په یوه ځوان یې په دې خاطر عریضه کړې وه چې د کلي ښځو ته زنګونه وهي، لومړی ورسره مجلسونه کوي او وروسته ترې نامشروع غوښتنې کوي. له مشره مې پوښتنه وکړه چې تاسې ته چا وویل. کلیوال کیسه کوي چې دا شمېرې دې ځوان ته اصلا ما ورکړې، ځکه هغه ځوان ورته ځان د موسیسې وال ورپېژندلی و چې د خپلې سیمې غریب او بې وسه خلک ور معرفي کړم.
ویل لومړی مې د ځینو غریبانو شمېرې ورکړې، خو هغه ورته ویلي و چې زموږ مرستې یوازې کونډو او بې سرپرسته مېرمنو ته دي. تاسې باید د هغوی د موبایل شمېرې راکړئ چې موږ خپله ورسره په اړیکه کې شو، څو مرستې مستحقو ته ورسېږي.
مشر زیاتوي چې بیا مې د هغوی شمېرې ورته را پیدا کړې، په دا منځ کې زیات وخت تیر شو. تیره ورځ وای له کونډو څخه دوو درو کونډو زنګونه را ته ووهل چې ورغلم، نو یې لومړی سپکې سپورې را ته وکړې. ځکه دوی ګومان کړی و چې موسیسې وال زما ملګری دی، خو وروسته مې قسمونه ورته اخیستل چې زه یې هېڅ پېژنم نه، فقط ځان یې را ته معرفي کړی.
ـ ولا محموده چې دا انسان بیا مسلمان څومره د شیطان ملګری کېږي!؟ هېڅ د بېلارۍ او اخرت څخه نه ویرېږي. نو بیا مو څه ورته وویل؛ هغه ځوان حاضر سو که یا؟
ـ دا خو ادعا شوې ده، څېړل کېږي به. که په مجرم جرم ثابت شو یا یې اعتراف وکړ. وروسته ورته سزا ټاکل کېږي. که یې له دوی بښنه وغوښته او مرکه یې ورباندې وکړه، شاید هغوی یې وبښي، دولت ورته خپله شرعي سزا لري کم وخت به بندي کېږي. که کلیوال او مېرمنو خبره ورباندي ثابته کړه، بیا یې ممکن بند زیات شي او زندان ته به ځي.
ـ که دا جرم ورباندې ثابت شي یا هم مجرم اعتراف وکړي چې ملامت دی. دا به ډېره بې وجداني نه وي!؟
ـ زه خپله حیران یم چې یو څوک له مجبوریته ځورېږي او دوی یې له مجبوریته څه ډول استفاده کوي. په څنګه چل او فریب یې مرسته کوي. دا لا کوم رزالت دی، دغسې کمزوري کارونه د مسلمانانو ترمنځ باور ختموي.
ـ رښتیا هم. که موږ په پښو ولاړ وای، اقتصاد برابر وای، تعلیم مو درلودی او نورو ته اړ نه وای، له دغسې بېوسې ورځي سره به ولې مخ کېدو.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ