یوه کلیوال خپله وړه لور په کوچنیوالي بل نږدې ګاونډي ته ورکه، دا دوستي هغه وخت وشوه چې لا ماشوم او ماشومه یوازې د څو میاشتو وو، غټان شوي نه و. دوی دوستي په دې نیت سره وکړه چې ملګرتیا او ښه نیت یې لا ټینګ او خپلوي یې په نسلونو کې پاتې شي. ډېری نالوستي پښتانه دا د ځان عار بولي چې لور یې د ژوند ملګری په خپله وټاکي یا ورسره د ملګرتیا تار وتړي.
دواړه راځوانان شوو. د نجلۍ پلار یوه بل ولایت ته کډه وکه. هلک د ښوونځي په وروستي ټولګي کې و، د واده شپې او ورځي په لنډېدو وې، خو د هلک تر غوږونو په وار وار ور رسېدلې وه چې د نجلۍ نه دی خوښ او هغه ورسره واده نه کوي. د ناخوښۍ خبرې هغه وخت راپورته شوې، چې پلار به د نجلۍ ترمخ ویل چې اوس خو وخت ډېر وتلی، زه دې د هغه وخت په ولور نه ورکوم، اوس به یا ډېر ولور راکوي یا دې ترې راګرځوم.
نجلۍ چې د پلار دا خبرې اورېدې، ځان سره به یې دا فکرونه کول چې څنګه د ژوند یو بل ملګری پیدا او هغه چې پلار یې ورکړې له هغه لاره جلا کړي.
بس کمعقلتوب دی، کلیواله نجلۍ یوه بازاري سړي چې دوې میرمنې یې درلودې، خطا کړه او د پیسو او ډېرو لویو لویو وعدو په دام کې راګیره کړه. هغې سره یې د کور، طلا، موټر ژمنې کولې. نجلۍ یې په دې خبرو دومره میینه که، چې سړي به خبره نه وه کړې دې به منلې وه.
کله چې یې مور او پلار ورباندې پوه شوي وو، لور ته یې عذر وکړ، خو هغې قناعت نه کاوو. ویل زه هغه میړه نه کوم، چې تاسې ورکړې یم، ما ته له هغه طلاق واخلئ، زه په خپله خوښه مېړه کوم.
د نجلۍ نوي خاوند د نجلۍ له پلار سره ولیدل، هغه ته یې زارۍ وکړې، چې زه ستاسې ژوند در جوړوم، تاسې باید انکار و نه کړئ، ماته به خپله لور راکوئ. له هغه هلکه یې طلاق نامه راوړه، زه یې په سل لکه هم ځانته په نکاح کوم.
پلار د پړانګ او پاڼ تر منځ و، یو ځای یې لور د نږدې قریب زوی ته په نکاح کړې وه، پنځلس کاله مخکې چې هغه وخت ولور کم و، دلته یې د لور نوي انډیوال د ډېرو پیسو وعده کړې وه. که دوست ته به یې کتل ویل د کور بدرنګي ده، خو پیسو به هر څه ترې هیر کړل.
وخت ووت، د نجلۍ او سړي یارانه ښه پخه شوه، بالاخره یې پلار په دې قانع شو چې له هغه بله دوستي وشکوي او لور د خپلې خوښي خاوند ته په نکاح کړي.
د نجلۍ پلار کلي ته راغی خپل دوست ته یې داسې کیسې وکړې، چې هغه یې له اورېدو عاجز و، ویل چې سبا مې لور ستا له کوره تښتي، زما او ستا دواړو بدرنګي ده، زه دا نجلۍ اوس لا بل ځای ورکوم، خو چې ستا زوی طلاق ورکړي.
هغوی وخت وغوښت. بیا یې خپل زوی ته خبرې وکړې، چې زویه بل ځای به ستا په خوښه نجلۍ درته وکړو، اوس ته د دې نجلۍ نه یې خوښ که خدای مه که، سبا یې درته واده کړو او درڅخه ولاړه شي، پزه به مو په ټول قوم کې راپرې کړي. زوی یې خبره ومنله، ولاړو د نجلۍ پلار ته یې د طلاق خط ورکړ، هغه یې رخصت کړ.
پلار یې په تلوار د نجلۍ نوی خاوند راوغوښت، ځکه چې هغه د ډېرو پیسو وعده کړې وه. ورته وې ویل چې نجلۍ په سل لکه درکوم. هغه نه غوښته چې ظلم دی، دومره پیسې له کومه شوې، زوم هسې هم خپل کار کړی و، نجلۍ یې دې ځان کړې وه. اخیر یې نجلۍ په دولس لکه ورکه، نکاح وتړل شوه، دواړې خواوو راضي شوې، اوس نوی زوم، له وړې نجلۍ سره ازادنه تګ راتګ کوي.
د پلار د سل لکو هیلې په اوبو لاهو شوې، مګر حالات داسې ښکارېدل چې دولس لکه به هم و نه ویني. زوم خبره دې ته راورسوله چې زه دې د لور خوښ یم ته د ولور اخیستو هېڅ حق نه لري.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ