د ماسټرۍ هیله يې په اوبو لاهو شوه

ماښام ټولګیوال په واټساپ کې د معلیمۍ اعلان رالېږلی و. ویل ورتګ دې لازمي دی، که دې خدای قسمت برابر کړی و، له بې کارۍ به خلاص شې. سهار وختي مې چای پوخ کړ، ویښتان مې پرېمنځل، نوي کالي مې واغوستل. د ښار په ګڼه ګوڼه کې ټکسي را ته ودرېده، ور وختم، شل دقیقې وروسته د ښوونځي له مدیر سره ناست وم.

زده‌کړې، کارونه او تجربې مې ورسره شریکي کړې، له ماسټرۍ د فراغت مې هم ورته وویل: هغه ډېر خوښ شو، ویل خوښ مې یې، مګر اصول به پر ځای کړو. نن یوازې یو ازمایښتي درس ورکړه، سرمعلیم صاحب به ټولګي ته درسره ولاړ شي، سبا دې خپل درس ته راځه.

مدیر د مېز پر سر کوچنی تور بټن وواهه، سپین‌ږیری ملازم یې مخته ودرېد.

ـ امر کوئ مدیر صاحب!

ـ سر معلیم صاحب را ته راوله چې استاد ټولګي ته ورسره ولېږم.

ـ چشم، ولې نه!

ملازم ووت، پنځه دقیقې وروسته تر سپین‌ږیري مخته د ادارې په دروازه دنګه پېغله راننوته. په ګرد سپین مخ یې تورو بادامي سترګو جلا خوند کاوو، پر سر یې کوچني ژړ پړوني سپینه غاړه، ژیړه اړولې وه، په لاس یې پیکی سم کړ، د مدیر مخته لکه نظامي عسکر د تیارسۍ په حال کې ودرېده.

مدیر زه ورته وښووم، ویل استاد ټولګي ته درسره بوځه، پنځلس دقیقې هملته ورته کېنه چې درس یې خلاص کړ، بیرته دواړه دلته راشئ.

سرمعلیمه نه وه، تیاره د نظارت غړې وه، د نظارت پاڼه او تور رنګه قلم یې په نازکو ګوتو کې ټینګ نیولی و، ټولګي ته تر ما مخکې ننوته.

د ټولګي کیفتان تخته پاکه کړه، تر درس مخکې مې له زده‌کوونکو څو پوښتنې وکړې، تر خپل تاثیر لاندې مې راوستل، ډېر یې په موضوع لا نه پوهېدل. بیا مې د عنوان پوښتنه وکړه؛ موضوع، هدف او د درس مهم ټکي مې په تخته ولیکل.

دا د زده‌کوونکو په منځ کې ناسته وه، مخامخ یې دواړې سترګې ما ته نیولې وې، زما له خبرو سره به یې یوازې نازک تبسم وکړ، سر به یې د تایید په بڼه وخوځاوه. درس را څه پاته و، خو چې بې‌کاري به را په یاد شوه، احتیاط مې کاوو؛ ماول خدای مه کړه د سرمعلیمې خوښ نه شم.

وروسته هغې په سپین مړوند تور ساعت ته وکتل، بیا یې په پاڼه څو کلمې ولیکلې، مارکر مې د مېز پر سر کېښود، پوه شوم چې نور وخت ختم شوی دی.

له ټولګي را وواتو، لومړي منزل ته راغلو، خو ادارې ته لکه چې نور څوک راغلي وو، دواړه سرمعلیمت ته ولاړو.

سرمعلیمې د زده‌کړو پوښتنه وکړه، تر کومې کچې دې زده‌کړې کړې دي؟

ـ تازه له ماسټري فارغ یم، مخکې مې هم تدریس کړی، هسې بې‌کارۍ بیا معلیمۍ ته اړ کړم.

ـ خوشحاله شوم چې ماسټري کوې او ښوونکی یې، له لېسانس بشپړېدو وروسته مې لومړۍ هیله د ماسټري ویل و، خو چې پوهنتونونو ته د نجونو په ورتګ بندیز لګیدلی، هیلې مې ورځ په ورځ له منځه ځي. د خبرو په منځ کې به یې راوکتل، بیرته به یې سترګې ښکته واچولې، د غټ ګردي مېز تر شاه، د ښایست ملکه په تورو جامو کې له یو عالم ناهیلیو سره ناسته وه، غږ یې چا نه اورېده.

هغې بیولوژي لوستې وه، زیاته یې کړه:

ـ تدریس او مطالعې سره ځانګړې مینه لرم، باید ټول وخت ښوونکې وای، خو هر څه ودرېدل، کاش یوه ورځ ستاسې غوندې له ماسټري فارغه شم. دا به زما لپاره یوه ځانګړې ورځ وي، غږ یې ورو شو، سپین نازک کاغذ یې بادامي سترګو ته ونیو، په پلو یې مخ پټ کړ، اوښکو یې په سپنو غومبورو لیکه وایستله، ژر یې پاکې کړې، اوس یې له ما مخ اړولی و.

ځواب مې ورکړ:

ـ هیلې به ژوندۍ ساتو، که ژوند و، دا هر څه به بدلېږي، یوه ورځ به ستاسې د بخت ستوری هم د اسمان په رنګینه لمن کې وځلېږي او رڼا به یې نړۍ ووینې، ټول به د ځمکې پر مخ ځلېږو او دا به ثابتوو چې تورې شپې له ځان سره یوازې ویرې نه، بلکې روڼ سباوون، او رڼې ورځي هم لري.

ملازم په دروازه کې ودرېد، زموږ دواړو د ډاډ او خواخوږۍ شېبې یې ختمې کړې، ویل مدیر صاحب ادارې ته غوښتي یاست.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000