د ښوونکو ادارې ته نوی ښوونکی راغی، سرمعلم ټولو ته معرفي کړ، چې نوی استاد به له موږ سره د عربي مضمون تدریسوي. نن یې په ډېرو ټولګیو کې د معرفت ورځ وه او پخیر ولاړی. د کابل خصوصي ښوونځي له استثنا پرته داسې شوي چې زدهکوونکي پکې یوازې ورځ تیروي. بیا د لویو پلازوو او سیاسونو زامن خو بېخي د درس لپاره نه راځي. یوازې ورځ تیروي، له ځینو کورنیو پرته چې د درس پوښتنه یې وکړي، نور یې هېڅ حال نه نیسي. ځینو برخو کې ښوونکي ملامت دي، دوه او درې ښوونکي لږ جدي وي، کورنۍ دنده ځنې غواړي، درس ورباندې تکراروي، عملي کار ورباندې کوي، نور نو فقط مجلسونه ورسره کوي.
نن د ټولګي کيفتان کیسه را ته کوله چې ځینو هلکانو د عربي استاد یو مخ په ژړا کړ. وام څنګه؟
وای هغه بېچاره لږ د ژبې مشکل لري، درس سم نه شي تشریح کولای، دوی مسخرې ورباندې وهلې. په شاته میزونو کې نیمو زدهکوونکو ریډبولونه څښل، مخته وصیل برګر خوړ. استاد په تخته نوټ لیکی، نیم یې بیرته ور پاک کړی و. یوه هلک ورته ویل چې استاده له دې معلیمي څه نه جوړېږي. یو بل کار به دې کاوو.
احمد استاد ته داسې خرابې خبرې کولې، هغه ځنې خپه شو. ویل تاسې ډېر بې تربیه یاست.
ماول استاد ته مزاحمت مه کوئ، کنه بیا مو په دین پوهېږم، ځکه هغه سپینږیری دی، د ټولو د پلار په ځای دی. څه مې کولای شوای، مازي مې دوی ډارول، خو دوی له ما تر ما د هېڅ ښوونکي په کیسه کې نه دي. ځکه د دوی په راتګ موږ ته معاش را کېږي. اداره یې دومره لوری نیسي چې د زدهکوونکي هر ډول فرمایش پکې منل کېږي، مګر ښوونکي ته د تفریح په وخت تریخ چای لا نه وي.
په تفریح کې چې ادارې ته ولاړو، د عربي استاد راغی، غبرګ لاسونه یې سر ته ونیول په څوکۍ ستړی کېناست. نږدې ورغلم، تر څنګ یې کېناستم. پوښتنه مې ورباندې وکړه:
ـ استاده لکه چې ستړی کړی یې!؟
ـ معلومه خبره ده چې تدریس ستړیا لري، بیا د ښوونځي تدریس چې زدهکوونکي هم باید ورسره کنټرول شي، نو خامخا ستړیا ډېرېږي. هر استاد خپل مېتود لري، چې کار ترې اخلي او په اسانۍ یې ځانته د تدریس یوه لاره غوره کړي وي.
اما دلته هغسې نه کېږي، دلته زدهکوونکي ټوله ورځ د خپلو موټرونو، سونا ته د تګ، فوټسال ته د لوبې، د ایفونونو او ګېمونو کیسې کوي. دوی ته به په دې شیانو هېڅ هم نه ویل کېږي. که دې کورنی کار ترې وغوښت، نه یې وي لیکلی. په کتاب او موضوع خبر نه وي. کله ناکله پیغوري ژبه هم کاروي، اخطار هم ورکوي.
ـ څنګه استاده، پوه نه شوم؟
ـ کله چې ورته ووایي منظم شه، درس ته غوږ ونیسه، له ټولګي دې باسم، یا هم د یوې سزا ورته ووایم. دوی داسې په ډاډ سره ځواب راکړي لکه زه چې د دوی زدهکوونکی یم. یو وایي سرمعلم بیا څوک دی، مدیر خو مې مخ ته کتلای لا نه شي. یو بل پکې دا هم ووایي، استاده ولاکه د دې ښوونځي په موسیس لا بریک نیسم.
ـ خیر استاده، دې خبرو ته یې غوږ مه نیسه، خپل درس ورکوه، نور د دوی خپل کار چې درس وایي او که نه!؟ ته خپل مسوولیت ادا کوه. مجبوره یوو، څه نه شو کولای. که د دولت لخوا لږ نظارت وای، ښه معاش یې ورکولای او د ښوونکي قدر وای، دغسې حالت به نه و. ټول د څو افغانیو پیدا کېدو په خاطر راځو.
زموږ مجلس سرمعلم صاحب را خراب کړ، ویل ټولګیو ته ولاړ شئ چې زدهکوونکي ګډوډي جوړوي، یو له بل سره اخته کېږي.
رووف ناصري
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ