حاجي فدا په کلي کې د جرګو او مرکو سړی دی، هر څوک یې د روغې جوړې لپاره راغواړي. په مېلمستیاوو، فاتحو او ستنو کې تل حاضر وي. ارامې او درنې خبرې کوي، کله کله یو نیمه ټوکه هم کوي، چې مجلس ورباندې ښایسته کړي.
هغه خپل ټول وخت د کلي او قوم کارونو ته ورکړی دی، خو کورنۍ یې برعکس د هغه له ناستې او مجلس څخه محرومه وي. دی په خپل شاوخوا کې مېرمنو ته چندان حق نه ورکوي، له هغوی سره د یوې نرواکې ټولنې غوندې چلند کوي. په کیسه کې یې نه وي، نه یې حقوق ورته ارزښت لري.
زه پنځلس کلن وم، یوه ورځ په کلي کې اوازه وه، چې سکینه یې عبدالودود ته ورکړې ده. سکینه د حاجي فدا لور وه. په ښایست کې یې جوړه نه وه، د کلي داسې ځوان به نه و چې هغې ته دې مرکه نه وي، لېږلې. اوږدو تورو ویښتانو، په سپین تندي باندې راټول ګڼه تور پیکی، میانه ونې او جګې پزې یې د وجود ښکلا یو په سله زیاته کړې وه. بل خوا ته یې خاوند عبدالودود پنځوس کلن و. هغه د سکینې د پلار ملګری او د کلي په ملکۍ کې ورسره ګرځېدی. عبدالودود د حاجي فدا زوی ته، یوه لور او لس لکه پاکستانۍ کالدارې ورکړې او سکینه یې ځانته په نکاح کړه. نیم کلی یې په ورکړې خپه و، د سکینې پلار ته یې سپکې سپورې ویلې، چې دا نجلۍ خو د پاخه عمر سړي ته د ورکړې لایقه نه وه. په کلیوالي سیمو کې دغسې په ناخوښه ورکړې، بېخي ډېرې دي. که چیرته نجلۍ څه ووایې، سپین سترګې او بې شرمه یادېږي او نه یې بیا بل څوک ترې غواړي. سکینې له پنځوس کلن عبدالودود سره خپل ژوند له دردونو او خپګانونو سره پیل کړ، جنګونه خو عادي خبره وه، ځکه چې هغه بله مېرمن درلوده او ځوانان زامن یې وو.
لس کاله وروسته حاجي فدا بله د سکینې غوندې بې جوړې لور، بل داسې ځوان ته ورکړه، چې بشپړ رواني ناروغ و، ځکه چې هغه ورته پنځه لکه افغانۍ ولور ورکړ.
د رواني ناروغ مشر ورور چې درې ښځې یې درلودې په جایداد او شتمنۍ کې د ولسوالۍ په کچه سیال نه و، ځانته غوښته؛ خو دا وار حاجي فدا وویل چې لور په بن(چې نورې ښځې ولري) نه ورکوم. بیا یې د هغه کشر ورور ته چې ده هېڅ لیدلی نه و، ورکړه.
وروسته خبر شو، چې ځوان رواني ناروغ و. که به یې عصاب سم او فعاله و، هر څه به یې منظم و. که به ناروغ و، یا به یې په کوم څه توبیت خراب شو، نو بیا نه د کنټرول و او نه ورسره چا شپه تیرولای شوای.
کلیوال د کلي ملک ته ښېراوې کوي، د لوڼو ازار وهلی یې بولي، ترې خوابدي دې چې باید له لوڼو سره یې دومره ظلم نه وای کړی. لوڼې یې باید ښایسته ځوان، تعلیم یافته او د هغوی په خوښه یو چا ته په نکاح کړې وای. مګر حاجي فدا یوازې د لور ولور او د څو ورځو معشیت ته ګوري، نه د هغې راتلونکې تریخ ژوند ته.
دویمه لور یې اوس ځورېږي او تمامه ورځ پلار ته په ښېراوو وي چې باید داسې ورسره نه وای شوي. پلار یې د هېچا خبره نه مني، په خبره یې چې تر بل هر چا په خپل کار ښه پوهېږي.
د پښتنو په کلیوالي سیمو کې نه یوازې حاجي فدا بلکې د هغه په څیر ډېر په خبره پوه خلک د لوڼو او خویندو سره دغسې ظلمونه کوي او د هغوی په ناخوښۍ کې یې د نورو د ژوند ملګرې کوي.
دا چې تعلیم نشته، له کوره دباندې وتل خو کفر یادېږي، بازار چا لیدلی نه وي، کوژدن د بل په خوښه وي، د هغو مېرمنو او پېغلو به څه ژوند او څه حقوق وي چې خلک یې ورکوي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ