هر کال په موسم کې ږلۍ ورباندې اوري

له ورور سره مې په کښت اوبه لګولې، میراو۱ د سړک په سر موټرسایکل پایه کړ، ساعت ته یې وکتل زموږ خوا ته راروان سو. راغی په پوله را ته کېناست، ویل نیم ساعت وروسته اوبه، قاسم ته ورکړئ، په تاسې پسې د هغه نوبت دی. ورغلم، ستړې مه شې مې ورسره وکه، میراو کاکا اوبه څنګه دي، ستړی خو به نه یې!؟

ـ اوبه خو ستړیا لري، ټوله ورځ پردۍ دروازې ټکوو، یوار هغه خلک خبرو چې اوبه یې وي، بیا ورباندې ګرځم چې په وخت یې یو بل ته تسلیم کړي، کنه خو بیا ملکان حسابونه راسره کوي.

ـ خیر مزدوري خو اسانه نه وي، تاته هم ډېرې اوبه درکوي، سږ به دې کښت تر پخوا ښه اوبه کېږي. څوک خو به اوبه نه غواړي، یا خو به تر خپل حق اضافه نه لګوي؟

ـ که دغسې خبر وای، چې هر څومره زیاتې اوبه یې راکولای نه مې ګرځولې. په دې کې خو سړی په ناروا اخته کېږي. پخوا اوبه زیاتې وې، په کم وخت کې یې ډېر کښت اوبه کاوو. خلکو هم تر خپلو اوبو اضافه کښتونه او باغونه ورته کېښودل. هغه وخت اوبه ورباندې رسېدې، خو اوس یې نیمايي باغ نه ور اوبه کوي، دوی اوبه غواړي زه یې نه ورکوم.

ـ دا خو یې لا نه ورکوې، زموږ کاریز تقریبا شپاړس شواروزه(شب و روز) دی، مطلب شپاړسمه ورځ باید موږ ته نوبت راغلی وای، خو له لومړي او دوم وار وروسته بیا تقریبا پنځویشتمې ته خبره پسې وځنډېږي.

ـ هو، خو دې ورځو کې هوا ګرمه سي، اوبه ډېرې په کمېدو وي، بل خلک مې نه پرېږدي، بیا دا ملکان چې حسابونه غواړي، هغه خو یې بېخي را څخه غواړي، نه یې سم ځنې ګرځولای. بیا میراوي را څخه ګرځوي.

ـ په دې کې د هر چا حق دی، احتیاط کوه. د چا لحاظ مه کوه. څومره اوبه چې یې دي، په همغه اندازه یې ورکوه. په وخت یې ورکوه، بیرته یې ځنې ګرځوه.

ـ کاشکي داسې اسانه وای، لکه تا چې وویل. ځینې یې په زور غواړي، ځینې یې په مشري لګوي، د ځینو چې بیا زه کښت ته وګورم او تږی پاتېږي، زما زړه ورباندې وسوځېږي نو نیم ساعت یا شل دقیقې اضافه ورکړم چې کښت یې تږی نه سي.

ـ نو دې زړه سوي او نورو فرمایشونو خو هم په ناروا اخته کړی یې او هم دې خلکو ته د خیر په ځای تاوان رسېږي. ورخ خلاص و، بېلچه مې راواخیسته، هغه مې بند کوو؛ چې کتل مې میراو په موټرسایکل انډولونه وهل، قاسم بېلچه په اوږه وه تر ما تیز تیر سو.

ورور مې له ملا دسمال خلاص کړ، په چایو راسره کېناست. د میراو کیسه مې ورته وکه، وام میراو خو په دغسې ناروا اخته دی، تاسې ولې نه ورته وایاست؟

ـ دا خو ډېره وړه ناروا ده، ښه دی چې هر وخت په کلي کې نه یې، ډېر داسې شیان دي چې اوس خلکو ته عادي سوي. رواج یې ګرځېدلی، هېڅ یې ناروا نه بولي.

ـ یا اوس که ټولو ته اضافه اوبه ورکړي، خو لا یوه لار ده. مګر که د زور، پیسو او یا په کلي کې کومو خاصو ملکانو ته یې ورکوي، خو دلته د ډېرو یتمانو او مظلمومانو باغونو او کښتونه تږي پاتېږي. بیا خو داسې پاک ملامت او ګناهګار دی. اول دې خدای هدایت ورته وکړي، کنه حتما یې مخنیوی وکړئ. دا خو ظلم دی، خود به هر کال د موسم پر مهال خدای په باغونو ږلۍ درباندې کوي، یا به پخو انګورو باران اوروي چې در وراسته یې کړي. میراو۱ هغه څوک چې د کاریز اوبه خلکو ته په نوبت ورکوي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000