پښتانه له کلتوري او فرهنګي دودونه ډېر ژر اغېزمنېږي، نه یې ګټه ګوري، نه تاوان خو یوازې په دې خاطر یې کوي، چې نور یې کوي. دا زموږ د پښتني کلتوري رنګ یو موډ ګرځېدلی دی. په نورو پسې ځو، نور چې څه کوي، هغه کوو، په بدلون او متفاوته لار هېڅ فکر لا نه کوو. که چا په یوه کار کې ګټه وکړه، ټول یې کوو. دا ټولنیز نظم، له ګټو نیولې تر دوستۍ، جوړښتونو، کورني ژونده پورې، په هر څه کې شته.
ښه مې یادېږي په کلي کې یوازې یو دوکان و. ګټه وټه یې زیاته وه، خلک ترې خوښ و، هر څه یې درلودل، شیان یې ارزانه ورکول. پور او راکړه ورکړه کې یې مجبوریتونه نه هېرول، حسابونه تر ډېره په رسد کې کېدل. رسد دا مانا چې د سیمې د خلکو فصل به ورسېدی او ګټه به یې راوړه بیا به یې دوکاندار ته حساب ورکړ. باور او ښه نیت کم نه و. اوس په کلي کې دومره دوکانونه دي، چې تر نیمايي زیات دوکانداران لاس تر زنې ورته ناست دي، نه یې ګټه شته او نه یې خلک هوسا کړي دي.
یو بل شی چې زما ورته پام و، صوفي کاکا مونی موټر درلود، ټول خلک به د ولسوالي بازار ته ورسره تلل راتلل. هم د صوفي کار برابر و، هم د کلیوالو. د چا چې به یو څه پکار شول، له صوفي کاکا به یې په یوه زنګ راوغوښتل، خو اوس له موټرونو ځای نه کېږي، د صوفي د ګټې بازار یې ور وتاړو. دوه نور ټکټرونه وو، د کلي په هر کار کې به حاضر و. یووې ورباندې کېدلې، پروړه، بوټي او نور شیان پکې راوړل کېدل، د اړمنو کارونو پر وخت به تیار و.
د دنیايي ژوند اړتیاوې، کسبونه او کارونه بېخي زیات دي، که لږ غور ورباندې وشي، ډېرې نورې بدیلې لارې به ومومو، خو موږ فقط تقلید کوو، نه نوی فکر لرو او نه نوې ګټه.
په کلي کې نجار، مستري، برقي، نانوای، اشپز، دوکاندار، بزګر، خټکر، بنای… نورو ټولو خلکو ته اړتیا ده. مګر موږ که چا یو بدل کار وکړ، ټول هماغه کار شروع کوو، تر هغې نه پرېږدو چې پیلوونکی ترې پېښمانه شوی نه وي.
دغه حالت یوازې په کلي کې نه، بلکې ښار هم ترې اغېزمن دی، هلته اوس ټول کارونه په ټپه درېدلي دي. ځکه ټولې نظریې، کارونه او تجارتونه تقلیدېږي. باوري یم، که همدغه تقلیدي نظرونه په لږ متفاوته بڼه رامنځته شي، هم نوښت دی او هم د خلکو ور پام کېږي.
په بازارونو کې هوټلونه اوس بېخي، خو ټول په زاړه موډ دي. کندهار له بریاني ځان نه شي خلاصولی، او کابل له کړایي او کابلي پلوه، نه خلاصېږي. که ځای، موډ او پخول یې لږ تغیر کړي، یا بل داسې خوراک هم جوړ شي، چې د نورو ځای ونیسي او خلک د ځان کړي، ښه خوند به وکړي. ځکه انسانان د بدلون او نويتوب اغېز ضرور مني، ژر یې راګرځوي او دې ته یې لېواله کوي چې له نږدې یې وګوري او یوار یې حتما تجربه کړي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ