د خصوصي لېسې په ادارې مجلس لومړی د قرانکریم تلاوت وشو، وروسته د لېسې مدیر خبرې شروع کړې، چې وخت کم دی، له تفریح په استفاده به څه ستونزې سره شریکي کړو، نور به بیرته ټولګیو ته ولاړ شئ، ځکه چې زدهکوونکي غالمغال کوي.
مدیر ته مخامخ په کوچ کې کېناستم، سرمعلم د مدیر تر څنګ نېغ ولاړ و، په ځیر یې ښوونکو ته کتل. مدیر مېز په قلم وواهه، ګورئ ورورڼو!
دا چې زه د نظم اړوند خبرې کوم، نو دا نظم مې په ځان عملي کړی، ځکه یې تاسې ته هم توصیه کوم، چې د ژوند په ټولو چارو کې، باید تاسې نظم ته ډېره توجه وکړئ.
په ښوونځي کې مې غیر حاضرئ د ګوتو په شمار وې، په پوهنتون کې مې هېڅ غیرحاضري نه ده کړې، همدارنګه په نورو ادارو کې هم، ستاسې غوندې کورنۍ لرم، ستونزې لرم، ټولو ته په وخت رسیدګي کوم، خو ادارې ته تر ټول اول راځم او تر ټولو اخر ځم.
شپږ کاله کېږي چې په دې اداره کې کار کوم، یوه ورځ هم غیرحاضر شوی نه یم، لطفاً غیرحاضري مه کوئ، په وخت راشئ.
څو ټولګیو ته ورغلم، داسې حال و، لکه په کوڅه کې، حال دا چې استاد یې تر مخ ولاړ و، خو بیا هم په ټولګي کې شور جوړ و. تاسې باید خپل رسالت په سمه توګه ادا کړئ، رب ج موږ او تاسې ته یوازې د عباداتو حکم نه دی کړی، بلکې په ټولو دنیاوي چارو کې یې اخلاص او احساس راښوولی چې باید څه وکړو. ستاسې! دنده ډېره مقدسه ده، هیله ده، همداسې یې مقدسه وساتئ. تدریسي پلانونه وګورئ او پاتې درسونو ته د هغه له مخې دوام ورکړئ. ټول باید سپین کالي واغوندئ، په وخت راشئ، د زدهکوونکو کورني کارونه ډېر اړین دي، باید وې ګورئ او د نه لیکلو او ټمبلۍ په صورت کې اداره یا کورنۍ په جریان کې کړئ. دا هره بېنظمي ستاسې له لاسه ده، ځکه تاسې زدهکوونکو ته د بېلارۍ او شوخۍ وخت ورکړی دی.
زه حیران وم، مدیر ته مې روڼې نیولې وې، ما فکر کاوو چې د پرونۍ موضوع په اړه یې ښوونکي راغوښتي دي. پرون د لېسې دورې زدهکوونکي استاد وهلی و، نه چا بیا بحث وکړ، نه هغه بېوزله ښوونکي دومره توان درلود چې اوږه یې ورسره وهلې وای.
په خصوصي ښوونځيو کې د زدهکوونکي له فیس څخه نیولې ته نورو اضافه کیسو شاخوا هره میاشت پنځه زره افغانۍ اخلي، دا زدهکوونکي تر یو نیم زر تنو رسېږي، خو ښوونکي ته ترې د میاشتې اته زره افغانۍ ورکوي. د میاشتې پنځه زره افغانۍ ورکول، د داسې کورنۍ د توان کار دی، چې کور یې خپل وي، د شرکتونو او سوداګرۍ کاروبار ولري، دوه درې فورنر موټرونه خو یې حتما په کور کې وي.
ماشومان یې، هلکان یې او ان ځوانان یې، دومره بېنزاکته او مغروره وي، چې لاس پورته کول خو پرېږده، تیزه خبره لا ښوونکی نه شي ورته کولای. ډېر وخت یې والدین له اولادونو شکایت کوي، چې تاسې همکاري وکړئ، زموږ خبره نه مني.
ښوونکی چې د دوی سهولت او پرمختګ، پیسې، عیش و عشرت ګوري او بیا خپل اولادونه په ذهن کې ورګرځوي، چې یو بل اختر جامي ورته راوړي، پایزار یې په دوستانو وي، میوه یې په سترګو نه وي لیدلې، ډوډۍ دومره وي چې نه په مري او نه ژوند په کېږي.
له مدیره مې هیله وه چې زدهکوونکی به له ښوونځي وباسي، له ښوونکي به بښنه وغواړي، خو تر پایه په هغه موضوع چا “اه” و نه کړ؛ مدیر دا لا هم وویل چې داسې فکر مه کوئ، چې تاسې به نه یاست، ښوونځی به بېخي بند شي، چې دا سهار ځواب راکړئ، بله ورځ بل استاد راغواړم. په هېڅ وجه زدهکوونکي مه وهئ، جنجال خو ورسره بده خبره ده.
زنګ ووهل شوو، یوه ښوونکي هم څه نه وویل، راووتل په پټه خوله ټولګیو ته ولاړل. ډېرې خبرې یې درلودې، خو مجبوریت یې په خولو مهر وهلی و.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ